له نشې ۵۳۰ رغېدلي کسان له څلورمیاشتني روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

د یوشمېر هغو نشه‌یانو له ډلې چې د مسلکي او حرفوي زده‌کړو او له نشې د خلاصون په موخه د نشې پرېښودو ۵۰۰۰ بستریز مرکز ته لېږدول شوي وو، ۵۳۰ هغه یې په پنځو څانګو کې د دغه مرکز له یوې روزنیزې دورې فارغ شوي دي. دغو کسانو چې مخکې پر نشې اخته وو، څلور میاشتې د خیاطۍ، برښنا، د بیک او بوټانو ګنډلو او د کور برښنايي وسایلو د جوړولو برخه کې زده‌کړې کړې دي.