د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمدارسلاح خروټي هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په دغه وزارت کې ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي.

نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم او د سیاسي موخو لپاره دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي په دغه وزارت کې د ښځینه‌وو د کار مخه نیولې او هغوی یې له دندو ګوښه کړې دي.

بله‌خوا محمدارسلاح خروټي وویل چې افغان کډوال په بهرنیو هېوادونو، په تېره ایران کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په خبره یې، کوربه هېوادونه باید د کډوالو حقونو ته پام وکړي.

د هغه په وینا، هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې له ۶۵۰ زرو نه تر ۷۰۰ زرو کډوال له بهر څخه هېواد ته را ستانه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام