خوست او پکتيا کې د چرګانو یو‌شمېر فارم‌لرونکي وايي، له پاکستان څخه په پراخه کچه د چرګانو په واردېدو سره یې کاروبار زيانمن شوی دی. دوی له اسلامي امارت غواړي چې پاکستان څخه د غوښې چرګانو په واردولو محصول زيات کړي، څو په کور دننه توليدات پراختيا پيدا کړي.

دوی وویل، پاکستان کې د چرګانو فارمونو ته ټولې اسانتياوې برابرې دي او ښه ګټه کولی شي، خو افغان لوری بيا د اسانتياوو نه‌شتوالي له امله زياته ګټه نه‌شي کولای او کاروبار یې سوړ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

پکتيا او خوست کې د چرګانو فارم‌لرونکي محمدولي او جميل شاه وايي، که ګمرکونو کې پر پاکستاني چرګانو محصول زيات شي، په کور دننه به د چرګانو د توليداتو پراخوالي ترڅنګ، دوی ته هم ګټه رسېدلې وي.

هغوی وویل، ډېری وخت پاکستان افغانستان ته ناروغ چرګان صادروي چې د ګټې پر ځای یې تاوان زيات وي او د دوی فارمونو ته هم خطر پېښوي.

 دوی وايي، «موږ اوس د پاکستان د لارې خرابېږو چې د پاکستان لاره بنده وي، نو موږ ته هر موسم کې چې ژمی، اوړي وي، ګټه کوي. زما ملګري وايي، په يو چرګ کې شل افغانۍ تاوان دی. د پاکستان لاره ازاده، دانه هم خپله لري، چرګوړي هم خپل لري او درمل هم په افغانستان کې اوس نشته. موږ دانه په ۱۷۰۰افغانۍ اخيسته، اوس يې په ۲۳۰۰افغانۍ اخلو. په دې کې به څنګه ګټه وشي.»

د خوست او پکتیا ځايي مسوولان وايي، بهر څخه په واردېدونکو چرګانو ګمرک اخلي، خو په وینا یې، دغه ولایت کې د چرګانو فارم‌لرونکي د زیاتې ګټې ترلاسه کولو لپاره غواړي پاکستان څخه په واردېدونکو چرګانو محصول زیات شي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ عمومي مدیر محمدقاسم سلام‌وطندار ته وويل، که چېرې د چرګانو فارم‌لرونکي له زیاتې ګټې تېر شي او يوه بیه وټاکل شي، د دوی ستونزه به هواره شي.

د هغه په وینا، داسې هم شوي چې پاکستان څخه چرګان بند کړي، خو دلته بيا د چرګانو نرخونه زيات لوړېږي. نوموړي وویل، «کله چې بند شول، کله چې يو چرګ په يو سل او پنځوس افغانۍ پلورل کېده، دوی درې سوه درې نيم سوه افغانيو ته پورته کړل، د دې لپاره چې دوی څو چنده ګټه وکړي. نو دا خبره کوي چې د پاکستان مالونه بايد بند شي. موږ ورته وايو که چېرته په دې غريب ملت زړه سوځوی، مشروع ګټه په نظر کې نيسئ، يوه اندازه ورته وټاکئ، په کيلو ورکوئ چې منظم قميت وي چې خلکو ته هم تاوان ونه رسېږي او تاسو ته هم.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خوست او پکتيا ولایتونو کې شاوخوا ۸۰۰ د چرګانو فارمونه دي چې غوښن چرګان ترې نورو ولايتونو پکتيکا او لوګر ته هم لېږدول کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام