Asset 1SWN

د شانګهای همکاریو سازمان غونډې پای؛ حکومت: د ګډون زمینه دې راته برابره شي

64a257404197c9.51199525

د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو د هند په کوربه‌توب د یاد سازمان په جوړه شوې انلاین غونډه کې افغانستان کې د ترهګرو ډلو او نشه‌يي توکو قاچاق مخنیوي، پر ټول‌ګډونه حکومت او د بشر حقونو په رعایت ټينګار کړی.

دغه ناسته پرون سه‌شنبه د جولای څلورمه د هند په‌کوربه‌توب جوړه شوې وه چې ګډون کوونکو هېوادونو په‌کې همداراز له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د دوام غوښتنه هم وکړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شانګهای همکاریو سازمان چې افغانستان یې د ناظر غړي په توګه غړیتوب هم لري او له تېرو نږدې دوو کلونو کې افغانستان دغه سازمان کې له ګډون کولو محروم دی، په وار وار افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت بیا په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې سرپرست حکومت ته دې په ورته نړیوالو ناستو کې د ګډون کولو زمینه برابره شي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د شانګهای سازمان ناستو کې د سرپرست حکومت نه ګډون لامل کېږي چې شته اندېښنو ته د رسېدنې برخه کې ستونزې رامنځته کړي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «د ا.ا.ا د سیمې امنيت خونديتوب او د همکاریو د پراخوالي په اړه د ښې همږغۍ رامنځته‌کولو په پار د ورته ناستو هرکلی کوي او په ورته ناستو کې د افغانستان (چې د ناظر په توګه یې غړیتوب لري) استازي ته د ګډون زمينه مساعدول خپل مسلم حق او نه شتون یې د هر اړخيزې همږغۍ پر وړاندې خنډ بولي، څو د ناامنیو د مخنیوي او مخدره توکو د قاچاق بندښت، بشري مرستو رسولو او د بنسټيزو پروژو په عملي کولو کې او د سیمي په اقتصادي وصل کي اسانتیا، همکاري او دوه اړخیز ډاډ رامنځ ته شي.»

د چارو یو‌شمېر شنونکي ټينګار کوي چې ورته ناستو کې د سرپرست حکومت د استازیو ګډون کولای شي چې له افغانستان څخه د سیمې هېوادونو شته اندېښنې حل کړي.

د سیاسي چارو کارپوه سیدضیا حسیني سلام‌وطندار ته وویل: «که افغانستان داسې ناستو کې ګډون وکړي، اغېزمنتیا به یې ډېره وي، خو که د افغانستان حکومت په نه‌شتون کې داسې ناستې کېږي، د فرصتونو پر ځای به ستونزې رامنځته کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د تېر نږدې دوو کلونو پر مهال په بېلابېلو نړیوالو ناستو کې د سرپرست حکومت استازیو ګډون کړی، خو دې ناستو د پام وړ پایلې نه دي درلودلې.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام