Asset 1SWN

افغانستان او بنګلدېش نن د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

Afghanistan's Rashid Khan (C) successfully appeals for a LBW dismissal against Bangladesh's Mushfiqur Rahim (R) during the Asia Cup Twenty20 international cricket Group B match between Afghanistan and Bangladesh at the Sharjah Cricket Stadium in Sharjah on August 30, 2022. (Photo by Karim SAHIB / AFP) (Photo by KARIM SAHIB/AFP via Getty Images)

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د جولای پنځمه د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ۱۲:۳۰ بجې د بنګلدېش د چېټوګرام په ظهور احمد چوهدري نړیوال لوبغالي کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بنګلدېش لوبډلې تېره میاشت په یوازینۍ نړیواله ټسټ لوبه کې افغانستان ته ستره ماته ورکړه او د یو ورځنیو لوبو پیلېدونکي لوبلړۍ کې چانس چې خپل غچ واخلي.

په ورته مهال د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره ښه خبر دا دی چې ستوری لوبغاړی راشدخان هم بېرته ملي لوبډلې ته ستون شوی دی.

بل‌خوا د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې لوبو ته خپل پیاوړی الرونډر شکېب‌الحسن هم بېرته لوبډلې ته راوستی دی.

د بنګلدېش او فغانستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې افغانستان یوازې یو وار بنګلدېش ته ماته ورکړې او پاتې څلور سیالي یې بنګلدېش ګټلي دي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې یوازې یوه لوبه ګټلې، درې یې بایللي او یوه یې د باران له امله لغوه اعلان شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بنګالۍ لوبډلې بیا وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې درې ګټلي او دوه یې د باران له کبله په مساوي توګه پای ته رسېدلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام