کندهار کې د کبانو ۵۴۸ فارمونه تړل شوي
کندهار کې وچکالي د نورو زیانونو ترڅنګ د کبانو روزنې صنعت هم زیانمن کړی او فارمونه یې د پخوا په پرتله څو برابره کم شوي دي.
د کبانو د روزنې فارمونو مسوولان وايي، له تېرو درېوو کلونو راهیسې دغه ولایت کې د ۵۴۸ فارمونو په تړلکېدو سره د کبانو د روزنې فارمونو شمېر له ۱۷۰۰ څخه ۱۱۵۲ ته راټيټ شوي دي.