د پکتیا یوشمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې ځینې تاریخي سیمې نړېدلي او یوشمېر یې د نړېدو ګواښ سره مخ دي.

دوی وایي، د مرکز ګردېز ښار بالاحصار، د میرزه‌کې خزانه او روحاني بابا زیارت هغه تاریخي سیمې دي چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري. هغوی وایي، که چېرې دغو سیمو ته پام ونه‌شي ډېر ژر به له منځه ولاړې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیا اوسېدونکي اسلامي امارت څخه غواړي چې د دغو تاریخي سیمو بیارغونې او ساتنې لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

د پکتیا اوسېدونکی اصف‌‌خېل وایي: «پکتیا کې لاهم لسګونه داسې تاریخي سیمې شته چې خلک ورسره اشنا دي، لکه د ګردېز تاریخي بالاحصار، میرزه‌کې خزانه او روحاني بابا زیارت او ځينې نورې وړې او لوې تاریخي سیمې دي، خو ددې تاریخي سیمو د خوندیتوب او بیارغونې برخه کې هېڅ اقدام نه‌دی شوی.»

 دغه‌راز، پکتیا کې یو تن فرهنګي فعال نجیب‌الله شاکري وايي: «وزارت او د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي سیمو خونديتوب لپاره کار نه دی کړی، د تاریخي سیمو د بیارغونې په برخه کې په تېرو شلو کلونو کې مثبت خبر نلرو، که تاریخي سیمو ته پام ونشي له‌منځه به ولاړې شي، لکه د ګردېز تاریخي بالاحصار چې اوس یوه برخه یې ویجاړه شوې او یوه برخه یې غصب شوې.»

د پکتیا فرهنګي فعالانو په وینا، د مرکز ګردېز او یوشمېر ولسوالیو ډېری تاریخي سیمې غصب شوي او که چېرې دولت په دې اړه عملي اقدام ونه‌کړي دغه تاریخي سیمې به ونړېږي،

په همدې حال کې د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزی سلام‌وطندار ته وایي چې په دغه ریاست کې شاوخوا سل بېلابېلې تاریخي او سیاحتي سیمې ثبت دي چې ځینې یې د نړېدو له خطر سره مخ دي.

هغه وايي، په دې اړه یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان «یونسکو» سره خبرې کړي او هڅه کوي چې دغه تاریخي سیمې بیاورغول شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د هېواد نورو ولایتونو کې هم یوشمېر تاریخي سیمې شته چې د نړېدو له خطر سره مخ دي او یا هم د خلکو له‌خوا غصب شوي چې د فرهنګ‌ پالانو اندېښنې یې راپورته کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام