د هېواد په سوېلي حوزه کې د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت مسوولان وايي، داسې یو پروګرام تر لاس لاندې لري چې له مخې به یې، د نوري فایبر پرمټ د هلمند د مرکز شپږ ښوونځیو او د دغه ولایت د ولسوالیو ځينو ښوونځیو ته انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي.

په سوېلي حوزه کې د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د پلان او پروژې مسوول عتیق‌الله رحیمي وايي چې له دغه کار څخه یې موخه د هېواد د نورو ولایتونو له ښوونځیو او نړۍ سره د هلمند د ښوونځیو نښلول دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند د والي مرستیال حزب‌الله په لښګرګاه ښار کې د دغه پروګرام د پرانستې مراسمو ته وویل چې ښوونځیو ته د انټرنټي خدمتونو رسول، د اوسني عصر یوه اړتیا ده. نوموړي له ښوونکو غوښتنه وکړه چې د تازه رامنځته شویو فرصتونو څخه په استفادې دې، زده‌کوونکو ته د ښوونې بهیر لا معیاري کړي.

په ورته مهال په لښګرګاه ښار کې د «بیتون علي» لېسې مدیر محمد بشیر له دغه اقدام څخه خوښي څرګندوي او هغه ارزښتمن بولي. نوموړی ټينګار کوي چې له دې وروسته زده‌کوونکي کولای شي له نورو ولایتونو او نړۍ سره وصل شي او له همدې لارې په خپلو وړتیاوو کې مثبت بدلون راولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم د لومړي ځل لپاره د هلمند ښوونځیو ته د نوري فایبر له لارې انټرنټي خدمتونه وړاندې کېږي، خو د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې له کالونو راهیسې د انټرنټي او مخابراتي شبکو د ټيټو خدمتونو په اړه یې شکایتونو ته رسېدنه نه ده شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام