د بشري حقونو څار بنسټ د ټلویزیونونو ښځینه ویندویانو لپاره د ماسک کارولو اجباري کېدو په تړاو د اسلامي امارت د امر په غبرګون کې ویلي چې دا محدویتونه د بیان ازادۍ لپاره د ښځو د حقونو او د شخصي خپلواکۍ او مذهبي باورونو نقض دی.

د دغه بنسټ په راپور کې چې پرون شپه خپور شوی، راغلي، د اسلامي امارات دغه بندیز هغو کسانو ته د اطلاعاتو د رسېدو مخه نیسي چې په غوږو کاڼه دي او یا هم سم نشي اورېدی او په بصري نښو تکیه لري. دغه بنسټ همداراز زیاته کړې اوس د دې وخت رارسېدلی چې بهرني حکومتونه د خپلو اندېښنو د مطرح کولو لپاره ډېره هڅه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه بنسټ زیاته کړې، هغه ډیپلوماټان چې اسلامي امار سره ګوري باید د #FreeHerFace  کمپاین ملاتړ وکړي او د اسلامي امارت له‌خوا  د ښځو او نجونو د حقونو د نقص پر وړاندې غبرګون وښیي او خبرې وکړي.

یاد بنسټ ټینګار کوي چې په افغانستان کې ښځینه خبریالانې د یوه داسې ناورین وروستۍ قربانیانې دي چې په نړۍ کې د ښځو حقونو  تر  ټولو جدي ناورین بلل شوی دی.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان هم ویلي، اسلامي امارت غواړي چې په سیسماټیک ډول  ښځې له ټولنې څخه لرې کړي. دغه سازمان په ټویټر کې لیکلي چې په دغه هېواد کې د رسنیو او ښځو د حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی. د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې دې مسلې ته جدي پام  وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې: «سره له دې چې اسلامي امارت د ښځو او نجونو د حقونو د تامین ډاډ ورکړی و، خو د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره په میلیونونه افغان ښځې او نجونې په سیستماټیک ډول له ټولنې څخه څنډې ته کېږي او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې اسلامي امارت مسوول وګڼي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روانې اوونۍ په پیل کې د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د هېواد ټلویزیونونو ته امر وکړ چې د رسنیو ښځینه ویندویانې باید د خپرونو د وړاندې کولو پرمهال ماسک واغوندي. سره له دې چې دغه امر په ټولنیزو رسنیو کې له زیاتو غبرګونو سره مخ شوی، خو بیا هم د عملي کېدو په حال کې دی.

د هېواد د یو شمېر تصویري رسنیو نارینه ویندویانو هم د اسلامي امارت د محدودیتونو په اعتراض کې تور ماسکونه اغوستي دي. په ټولنیزو رسنیو کې د بشري حقونو فعالانو هم د تور ماسک په اغوستلو او د #FreeHerFace هشټګ په لاره اچولو سره پر دې پرېکړې اعتراض کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام