Asset 1SWN

د رسنیزو سرغړونو کمېسیون: کورني خبریالان او رسنۍ دې له بهرنیو رسنیو سره همکاري نه کوي

د رسنیزو سرغړونو د مخنیوي کمېسیون مسوولان وایي، د سه‌شنبې په ورځ یې د دغه کمېسیون په دویمه ناسته کې پرېکړه کړې چې کورنۍ رسنۍ او خبریالان باید له هغو بهرنیو رسنیو سره همکاري ونه کړي چې د ا.ا رسمي جواز نه لري. د دغه کمېسیون منشي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو امرعبدالواحد ريان وايي، دغه پرېکړه‌ليک د کمېسيون له پرېکړې وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لېږل شوى دى.

نوموړي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «زموږ موخه هغه رسنۍ دي چې په افغانستان کې جواز نه لري. هغه بهرنۍ رسنۍ چې په رسمي ډول یې له اطلاعاتو او فرهنګ او بهرنیو چارو وزارتونو څخه جواز نه وي اخیستی او همغږي یې نه وي کړې، پرېکړه شوې چې کورني خبریالان او رسنۍ دې ورسره همکاري نه کوي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې یوشمېر خبریالان چې له بهرنیو رسنیو سره همکاري کوي وايي، دوی تل واقعیتونو ته انعکاس ورکوي او د رسنیزو سرغړونو کمېسیون په دې پرېکړې سره به د بیان ازادي نوره هم محدوده شي.

نوریه او صدیقه (مستعار نومونه) هغه خبریالانې دي چې په کابل کې له یوشمېر بهرنیو رسنیو سره کار کوي. دوی وايي، د ښځو او بشري حقونو د انعکاس لپاره کار کوي او په دې پرېکړې سره به له ستونزو سره مخامخ شي.

دوی زیاتوي: «په دغه کار او پرېکړې سره به زموږ کار نور هم ستونزمن شي. د دې پرېکړې له مخې، د بیان پر ازادي فشار راځي. موږ به په هر صورت خپل کار ته دوام ورکړو. رسنیو ته باید د حقایقو د انعکاس فرصت ورکړل شي.»

«ما له دوو بهرنیو رسنیو سره چې د ښځو په تړاو یې فعالیت درلود، کار کاوه. موږ په ټولنه کې د واقعیتونو په تړاو لیکنې کوو. موږ د زیانمن ټبر غږ یوو او باید موږ ته فرصت راکړل شي.»

په ورته وخت کې د خبریالانو د حقونو ملاتړي بنسټونه هم د رسنیزو سرغړونو کمېسیون دا پرېکړه د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف بولي او له دغه کمېسیون څخه غواړي چې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی مسوول ظریف کریمي وايي: «هیله لرو چې کمېسیون په دې برخه کې بیاکتنه وکړي او هغه بېلابېل مسایل چې د روڼتیا او حساب‌ ورکونې لامل کېږي، باید اطلاعات یې له رسنیو سره شریک شي. اطلاعاتو ته نه لاسرسی به په افغانستان کې د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیت ته سخت ټکان ورکړي.»

د رسنیزو سرغړونو کمېسیون مسوولان دا چې ولې یې دا پرېکړه کړې او کومې رسنۍ یادوي، څه نه وايي، خو د اسلامي امارت د استخباراتو ادارې تر دې مخکې د یوشمېر هغو افغان رسنیو خبریالان چې له بیرون څخه فعالیت کوي، نیولي او بندیان کړي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام