Asset 1SWN

کابل ښاریان د تاریخ‌تېرو خوراکي توکو له پېر او پلور څخه شکایت کوي

n00271740-b

د کابل ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې لا هم د ښار په لویو او کوچنیو پلورنځیو کې تاریخ‌تېر خوراکي توکي خرڅېږي او په وینا یې، اړوندې ادارې یې باید مخه ونیسي. د کابل ښار د تایمني سیمې اوسېدونکی قیوم وايي، کوچنی زوی یې څه موده وړاندې د یوه تاریخ‌تېر جوس د څښلو له امله ناروغ شوی و. هغه وايي، د دغو توکو خرڅلاو د خلکو له ژوند سره د لوبو کولو په مانا دی.

قیوم زیاتوي: «په هټۍ کې مې جوس وپېره، پام مې نه و چې تاریخ یې تېر دی. کله مې چې زوی دغه جوس وخوړ، پر نس‌ناستې اخته شو. نږدې پنځه زره افغانۍ مې ولګولې او درې شپې په روغتون کې بستر و، بیا روغ شو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پل‌سرخ سیمې یوه اوسېدونکې پلوشه بیا وايي چې همدا تېره ورځ ورباندې یوه پلورنځي کې د کبانو تاریخ‌تېره غوښه پلورل شوې وه. هغه وايي: «له مور سره مې خریدارۍ ته تللې وم. د نورو توکو تر څنګ مو د کبانو یو کوتی کنسرو واخیستل. کور ته راغلو، سرپوښ مو یې خلاص کړ چې ګورو رنګ یې بدل دی. تاریخ مو یې وکوت، ومو لیدل چې تاریخ یې تېر و، بیا اړ شوم چې نور وپېرم.»

بل لور ته د کابل په شهرنو کې هټۍ‌وال شمیر او استقلال وايي، یوشمېر هغه کسان چې په پلورنځيو کې یې د توکو تاریخ مخ په ختمېدو وي، د دې لپاره چې له تاوان یې ځان وساتي، پرې لیکل شوی تاریخ پاکوي او په خلکو یې پلوري.

د دوی په وینا، نه غواړي چې د تاریخ‌تېرو خوراکي توکو په پلور سره خپل پېرودونکي له لاسه ورکړي او کاروبار ته یې زیان ورسېږي. کابل ښاریان وايي، اړوندې ادارې دې په ښار کې د تاریخ‌تېرو توکو د پېر او پلور مخه ونیسي.

خو کابل ښاروالي وايي چې له ښار څخه د تاریخ‌تېرو خوراکي توکو د راټولولو لړۍ یې دوام لري. د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزی زیاتوي: «په تېرو درېوو میاشتو کې مو شاوخوا درې زره کیلوګرامه خوراکي توکي او بېلابېل ډوله څښاک د ښار له پلورنځيو راټول کړي او په تړاو یې یوشمېر کسان هم نیول شوي دي. هغوی چې تاریخ‌تېره توکي وپلوري، لومړی خبرداری ورکول کېږي، خو که بیا یې هم دغه کار وکړ، هټۍ یې بندېږي او دوی عدلي او قضايي ادارو ته ور پېژندل کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا چې د تاریخ‌تېرو خوراکي توکو خوړل او څښل څومره د انسان روغتیا ته زیان رسوي؟ د کابل په وزیر محمداکبرخان روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر فرید رفیعي وايي چې د دغو توکو خوړل د زهرو په څېر دي او باید ورته پام وشي.

هغه زیاتوي: «کله چې د توکو وخت تېرېږي، ماهیت یې بدلېږي او کیمیاوي ترکیبونه یې ګډوډېږي. هغه توکي چې ډېر پاتې کېږي، مېکروبونه په‌کې وده کوي او کله چې وجود ته ننوځي، لومړی معده او بیا د انسان نورو سېسټمونو لکه تنفسي، عصبي او د زړه سېسټم او وینې ته زیان رسوي.»

کابل ښاریان له هټۍ‌والو غواړي چې باید د ښاریانو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د تاریخ‌تېرو او بې‌کیفیته توکو له پلور څخه ډډه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام