Asset 1SWN

لوګر کې د دوو جلا پېښو له امله درې کسان وژل شوي

لوګر ولایت

د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم  او څرخ ولسوالي کې د دوو جلا پېښو پرمهال د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي چې لومړۍ پېښه د څرخ ولسوالي په «ډبر» سیمه کې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې پر مهال یې یوه مېرمن او یو نارینه وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، په مرکز پل‌علم کې د یوې بلي امنیتي پېښې له امله چې په «بابوس» سیمه کې د یوې خپل‌منځي شخړې له امله رامنځته شوې، یو کس وژل شوی دی.

انس زیاتوي چې امنیتي ځواکونه له پېښو وروسته سیمې ته رسېدلي او د دواړو پېښو په تړاو يې پنځه کسان نیولي دي.

د لوګر د امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس زیاته کړهچې په نیول شویو کسانو کې درې قاتلان او دوه کسه د قاتلینو سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه څېړنې روانې دي او ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې لوګر او نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې له امله یې ځینې کسان مړه او ټپیان شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام