Asset 1SWN

د روزګان- کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې

عفنفس

د روزګان محلي مسوولان وايي چې د روزګان-کندهار د لویې لارې د یوې برخه د بیارغونې چارې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد سړک چې ۲۵ کیلومټره اوږدوالی لري، د رغونې چارې به یې د درېوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د روزګان د ټولګټو چارو رییس ادم‌خان نعماني وايي چې د دغه سړک چارې چې په درېوو مياشتو کې به بشپړې شي، مالي لګښت يې د ټولګټو چارو وزارت له لوري ورکول کېږي.

نعماني زیاتوي، د رغونې دې چارو کې د ۲۵ کیلومتره سړک د ترمیم ترڅنګ د څلورو پلچکونو، ۲۵ واشونو او ۴۰۰ متره استنادي دېوال جوړول شامل دي.

د روزګان اوسېدونکي د دې ولایت او کندهار ترمنځ سړک د یوې برخې د رغونې تازه پيل شوي کار ته خوښ دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دوی په وینا، د یاد ۲۵ کيلومتره سړک د بیارغونې ترڅنګ دې دغه لاره په اساسي توګه ورغول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام