Asset 1SWN

د اوسپنې پټلۍ اداره: افغانستان به ډېر ژر له چابهار بندر سره ونښلول شي

1399030814013253120500554

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې ډېر ژر به افغانستان د ایران چابهار بندر سره ونښلول شي.

د یادې ادارې سرپرست بخت‌الرحمان شرافت ایراني چارواکو سره تر لیدنې وروسته پرون جمعه د وږي لسمه پر اېکس شبکه «ټوېټر» دغه خبر ورکړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي لیکلي، ټاکل شوې افغانستان ډېر ژر د نیمروز د میلک اوسپنې پټلۍ او د زاهدان اورګاډۍ پټلۍ له لارې د ایران چابهار بندر سره ونښلول شي.

د افغانستان سرپرست حکومت او ایراني چارواکو ترمنځ له تېرې اوونۍ راهیسې دوه اړخیزې لیدنې روانې دي.

د یادو لیدنو په ترڅ کې د افغانستان په چارو کې د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ځانګړي استازي میرشفیع ویلي، حکومت یې د دغې پروژې د عملي‌کېدو لپاره د چاه‌بهارـ زاهدان پر اورګاډي پټلۍ کار پیل کړی دی.

نوموړي وویل: «هوډ لرو چې دغه پروژه هر څه ژر پای ته ورسېږي او تمه ده چې د افغانستان له لوري د نیمروز میلک بندر د رغونې چارې پیل شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ ونښلول شي.»

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي د چاه‌بهارـ زاهدان او نیمروز میلک اورګاډي پروژې د عملي‌کېدو پر ارزښت ټینګار کوي او وايي، د دغې پروژې پلي‌کول کولای شي، د افغانستان سوداګري له انحصار څخه بهر کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي شاکر یعقوبي وايي: «د افغانستان اقتصاد او سوداګري د څو هېوادونو په لاس کې ده، په ځانګړې توګه پاکستان. نویو سوداګریزو لارو سره د افغانستان نښلول به د افغانستان د اقتصادي پراختیا لامل شي او نړیوالو بازارونو ته به یې توکي انتقال ومومي او نړیوالو بازارونو سره به ونښلول شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، د روان کال لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ایران سره د ۵۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات ـ خواف اورګاډي پټلۍ له درېیمې قطعې څخه د توکو د لېږد رالېږد د چټکتیا، د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو ته په لنډمهاله توګه د فني زده‌کړو د زمینې برابرولو او د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په اړه د خبرو لپاره د روانې وږي میاشتې پر ۶مه ایران ته تللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام