Asset 1SWN

مجاهد: تر هغه چې ا.ا په رسمیت ونه پېژندل شي، د ملګرو ملتونو غوښتنې به عملي نه‌شي

5c7fbaef23248

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د یوه پرېکړه‌لیک تصویب او د دغه پرېکړه‌لیک پر بنسټ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل کېدل په تېرو څو ورځو کې د بېلابېلو غبرګونونو او بحثونو لامل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق سلام‌وطندار ته ویلي چې ملګري ملتونه به د دغه پرېکړه‌لیک پر بنسټ، په ځانګړو شرایطو کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره په خبرو کې یو منظم او متحد چلن غوره کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

فایق وايي: «د دغه پرېکړه‌لیک مشخصه موخه د سیاسي کړکېچ ماتېدل او د یوه ملي دولتي ګفتمان له لارې د یوه ملي دولت جوړېدل دي چې د ټولو خلکو، په تېره د لږکیو او ښځو حقونه په‌کې خوندي شي او په ټوله کې افغانستان بیاځلي وکولای شي چې د یوه مسوول، مشروع او بشري ارزښتونو ته ژمن هېواد په توګه په نړیوال سېسټم کې مدغم شي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې طرحې په غبرګون کې سلام‌وطندار ته ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان مسلې لپاره پلمې لټوي او د افغانانو هیلې په پام کې نه نیسي. هغه ټینګار کوي چې ملګري ملتونه او یوشمېر هېوادونه د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې خپلواک اسلامي حکومت نه غواړي او همدا لامل دی چې په رسمیت یې نه پېژني.

مجاهد له سلام‌وطندار سره په خبرو کې د لومړي ځل لپاره ومنله چې که اسلامي امارت د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسميت وپېژندل شي، دغه حکومت به هڅه وکړي چې د ملګرو ملتونو د ځینو وړاندې شویو غوښتونو په اړه خبرې اترې او ورسره تفاهم وکړي، خو په خبره یې، که اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژندل شي، د ملګرو ملتونو غوښتنې نه‌شي عملي کېدای.

اسلامي امارت په بېلابېلو وختونو کې د افغانستان د ستونزې حل لپاره د ملګرو ملتونو له لوري د ټاکل شویو استازیو ناکامي د افغانستان لپاره د نوي استازي د ردولو لامل ګڼي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر او د سولې نړیوالو مطالعاتو لوړپوړی څېړونکی محمدقاسم وفایي‌زاده پر دې باور دی چې د نوي استازي ټاکل او د افغانستان د ستونزو په حل کې د هغه اغېزمنتیا په افغانستان کې د نفوذ لرونکو ډلو رښتینې سیاسي ارادې ته اړتیا لري.

که څه هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو موضوع او د امنیت شورا وروستی پرېکړه‌لیک د اسلامي امارت له مخالفت سره مخامخ شوی، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون، یوشمېر نورو یې هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د ستونزو وروستۍ حل‌لاره ملي تفاهم دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام