د تخار اوسېدونکي: په ولایتي روغتون کې درمل کم او ډاکټران پاملرنه نه کوي

د تخار په ولایتي روغتون کې د درملو نشتوالي ناروغان او د هغوی پایوازان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د تخار په ولایتي روغتون کې یوشمېر ناروغ‌لرونکي د درملو د کمښت او د ډاکټرانو د نه پاملرنې په اړه شکایت کوي او وايي، سره له دې چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، خو بیا هم اړ دي چې د ناروغانو لپاره په بهر کې درمل واخلي.

مجاهد: تر هغه چې ا.ا په رسمیت ونه پېژندل شي، د ملګرو ملتونو غوښتنې به عملي نه‌شي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د پرېکړه‌لیک تصویبولو او پر بنسټ یې د افغانستان لپاره د م.م د ځانګړي استازي ټاکل کېدو په تېرو څو ورځو کې بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، ملګري ملتونه به په ځانګړو شرایطو کې له سرپرست حکومت سره خبرو کې یو منظم او یوموټی چلن غوره کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغان سرې میاشتې ته شپاړلس امبولانسونه ورکړل

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د سه‌شنبې په ورځ له افغان سرې میاشتې ټولنې سره د شپاړلسو امبولانسونو مرسته وکړه.
د سره ‌صلیب نړیوالې کمېټې مسوولان په افغانستان کې د خپلو مرستو پر دوام ټینګار کوي او وايي، دا کمېټه د طبیعي پېښو پر مهال د خلکو ستونزو د حل لپاره لازمې هڅې کوي.

ذبېح‌الله مجاهد: شیرین‌ اخوند له پاکستاني چارواکو سره پر ټي‌ټي‌پي نه غږېږي

د پاکستان اېکس‌پرېس ټرېبون ورځپاڼې خبر ورکړی چې د ا.ا سرپرست حکومت کې د کندهار والي شیرین‌ اخوند به د مرغومي په دیارلسمه، د چهارشنبې ورځ دغه هېواد ته سفر وکړي.
دغې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي چې شیرین اخوند به پر دوو اړخیزو اړیکو او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) پر موضوع د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.