Asset 1SWN

امنیت شورا پر ښځو د ا.ا محدودیت په اړه پرېکړه‌لیک رایې اچوونې ته وړاندې کوي

rtr3hsmz.jpg

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې راتلونکې اوونۍ قطر کې د افغانستان وضعیت په اړه د ملګروملتونو د غونډې له جوړېدو مخکې، د امنیت شورا نن پنج‌شنبه د غويي اوومه پر ښځو د ا.ا محدودیت په اړه د پرېکړه‌لیک مسوده رایې اچوونې ته وړاندې کوي.

د دغه پرېکړه‌لیک مسوده د متحده عربي اماراتو او جاپان له‌خوا چمتو شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د چارو یو‌شمېر شنونکي بیا په دې باور دی چې د امنیت شورا پرېکړه‌لیک کې د ښځو پر کار او زده‌کړو د بندیز پر لغوه کولو، د ټاکنو په ترسره کولو، د ټول‌‌ګډونه حکومت پر جوړېدو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې پر نه‌کارولو ټینګار شوی دی.

سیاسي شنونکي محمود اضطرابي سلام‌وطندار ته وویل: «بله مسله د ښځو او نجونو پر لوړو زده‌کړو او کار د بندیز لغوه کول دي، د بشر حقونو مادو تطبیق په ځانګړې توګه په نادولتي بنسټونو کې د ښځو کار بندیز لغوه کول له مهمو بحثونو څخه دي.»

په ورته مهال د پوهنتون استاد محمد بیا وايي چې د سیمې هېوادونه او ملګري ملتونه افغانستان کې د واک د انحصار له امله د خطر احساس کوي او له همدې امله دغه ناستې جوړېږي.

هغه وویل: «هغه څه چې ډېر پرې بحث کېږي، د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل دي. هره ورځ ستونزې ډېرېږي او د سیمې هېوادونه او د ملګروملتونو افغانستان کې له تک‌بعدي حکومت د خطر احساس کويا و له همدې امله ورته ناستې جوړېږي.»

په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د ملګروملتونو د امنیت شورا د یاد پرېکړه‌لیک له ارزولو وروسته به دې برخه کې د اسلامي امارت دریځ روښانه شي. هغه وویل: «په دې اړه زما معلومات تراوسه نه دي بشپړ شوي او زه یې باید وارزوم، بیا له تاسو سره خپل نظر شریک کړم.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې راتلونکو څو ورځو کې د قطر پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي انتونیو ګوترش په مشرۍ د افغانستان وضعیت په تړاو یوه لویه غونډه جوړه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام