Asset 1SWN

امنیت شورا: ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی

Daeshnew-pdyyvyin73tbb5k9xqavft19r5skf0oclsjty2v7uw

د ملګروملتونو امنیت شورا غړیو هېوادونو کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته شوي ځانمرګي برید ته په غبرګون کې کې ویلي چې ترهګري د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره تر ټولو جدي او ستر ګواښ دی.

د ملګروملتونو د امنیت شورا غړيو دغه څرګندونې په یوې خپره کړې ګډه ویناپاڼه کې کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ د وري په اوومه د بهرنیو چارو وزارت مخې ته شوي ځانمرګي برید کې شپږ ملکیان وژل شوي او د اسلامي امارت د درېوو ځواکونو په ګډون یو‌شمېر کسان هم ټپیان شوي دي.

د یاد برید مسوولیت د داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستی دی. د ملګروملتونو د امنیت شورا غړیو په خپره کړې ویناپاڼه کې دغه برید غندلی دی.

دوی ټینګار کړی چې د ترهګرو هر بڼه او ډول د افغانستان او نړۍ سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

د ملګروملتونو امنیت شورا غړیو د ترهګریزو بریدونو عاملانو، د یادو بریدونو ترسره کولو په موخه د اسانتیا برابروونکو او ملاتړ کوونکو د نیولو او محکمې غوشتنه کړې ده.

دوی له ټولو هېوادونو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ دې په فعاله توګه له یوه بل سره همکاري وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د امنیت شورا غړیو هېوادونو ټينګار کړی چې هر ډول ترهګریز بریدونه هر چېرته او هر کله او د هر چا له لوري چې وي، د توجیې وړ نه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام