په جوزجان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وایي چې وسله‌والو طالبانو نن سهار د دغه ولایت پر زندان ډله‌ییز برید کړی چې دغه زندان یې نیولی او شاوخوا ۱۰۰۰بندیان چې په بېلابېلو جرمونو بندیان وو، خوشې کړي دي.

د سرچینې په وینا، جګړه د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست او ۵سوه فامیلو سیمه چې د دوستم کور ته نږدې پرته ده، دوام لري.

د سلام‌ړوطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا وسله‌والو طالبانو بېګاه شپه له څو خواوو د بدخشان ولایت پر مرکز فیض‌اباد ښار بریدونه کړي، خو امنیتي ځواکونه توانېدلي چې د طالبانو دغه بریدونه په شاه وتمبوي.

په دغه ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وایي چې په دغه نښته کې ۳۵طالبان وژل شوي او د دې ډلې د یوه قومندان عتیق‌الله په ګډون ۲۰طالبان ټپیان شوي هم دي.

د بدخشان والي احمد‌بشیر صمیم په یوه خپور کړي پیغام کې ویلي چې د طالبانو بریدونه په شاتمبول شوي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي، طالبان د ښار له څنډو د باندې کړي.

په همدې حال کې د دفاع وزارت ویلي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۳۸۵طالبان وژل شوي او ۲۱۰ نور ټپیان دي.



د دفاع وزارت د مسوولان په وینا، ۱۳ بېلابېل ډوله ماینونه چې د طالبانو له لوري د ملکیانو د تګ‌ راتګ په لارو کې خښ کړل شوي وو. د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او خنثا شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم وسله‌والو طالبانو د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام