یو ماشوم د شبرغان په «پل خراسان» سیند کې ډوب شوی

د جوزجان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سراج‌الدین سراجي سلام‌وطندار ته ویلي چې د حبیب‌الله په نوم یو شپږکلن ماشوم د شبرغان ښار په سیند کې ډوب شوی دی.
هغه وايي، یاد ماشوم لومړی پر واورې ښویېدلی، بیا سیند ته غورځېدلی دی.

جوزجان کې ټرافیکي پېښه؛ پنځه کسان مړه او څلور ټپیان شوي

د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له کبله پنځه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې پرون جمعه مازدیګر د جوزجان مرکز شبرغان ښار «چیغچي» سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي او سراچې موټرو د ټکر له امله پنځه کسانو خپل ژوند بایللی او څلور ټپیان دي.

طالبانو د جوزجان زندان له نیولو وروسته ټول بندیان خوشې کړي

په جوزجان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وایي چې وسله‌والو طالبانو نن سهار د دغه ولایت پر زندان ډله‌ییز برید کړی چې دغه زندان یې نیولی او شاوخوا ۱۰۰۰بندیان چې په بېلابېلو جرمونو بندیان وو، خوشې کړي دي. د سرچینې په وینا، جګړه د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست او ۵سوه فامیلو سیمه چې د دوستم کور ته نږدې پرته ده، دوام لري.