
د پاکستان ۱۸۰۰ ټنه مرسته شوي غنم افغانستان ته راورسېدل
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان ویلي چې د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوه جوپه چې ۱۸۰۰ټنه غنم دي، په تورخم کې د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوې ده.

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان ویلي چې د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوه جوپه چې ۱۸۰۰ټنه غنم دي، په تورخم کې د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوې ده.

سعودي عربستان د افغاني سرې میاشتې د عمومي ریاست په همکارۍ نن په کابل کې پر څه باندې ۵۰۰۰ بېوزلو کورنیو د بشري مرستو په لړ کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو د وېش بهیر پیل کړ.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په دې وروستیو کې ویلي چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل، د نړیوالې ټولنې پرېکړې او همغږۍ پورې تړلی دی. د احمد خان په وینا، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د سیمې د هېوادونو هوکړه مهمه مسله ده چې د دغه هېوادونو دریځ د اسلامي امارت لپاره مهم ګڼل کېږي.

کابل کې د چین سفیر وانګ یو پرون په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه هېواد د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، خپله د بشري مرستو لومړی چوپه افغانستان ته استولې ده. د چین سفیر ویلي چې دغو مرستو کې کمپلې او ګرمې جامې شاملې دي. وانګ یو زیاته کړه چې دغه مرستې د چین د خلکو او افغانانو ترمنځ د ژورې ملګرتیا ښکارندوي کوي

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمدظاهر اغبر له انټرپول غوښتي چې محمداشرف غني، حمدالله محب او فضلمحمود فضلي له بیتالمال څخه د غلا په تور ونیسي او د خلکو شتمني دې بېرته راوګرځوي.

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، څو په اسلاماباد کې د افغان سفیر د لور تښتوونکي ونیسي. ناپېژنده کسانو د تېرې جمعې په ورځ په پاکستان کې د افغان سفیر نجیبالله عليخېل لور سلسله عليخېل په اسلاماباد کې له یوه سوداګریز مرکز څخه وتښتوله او له شکنجې وروسته یې بېرته راخوشې کړه.

د بهرنیوچارو وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره ویلي چې په نوي ډهلي کې یې د افغانستان د سفارت اته کارکوونکي له دندې ګوښه کړي دي.دغه مکتوب د بهرنیوچارو وزارت د سیاسي مرستیال میرویس ناب له لوري لاسلیک شوی او دوه ورځې وړاندې د غبرګولي په لومړۍ نېټه خپور شوی دی.