د بهرنیوچا رو وزارت په یوه مکتوب کې ویلي چې په نوي ډيلي کې یې د افغانستان د سفارت اته کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

دغه مکتوب د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال میرویس ناب له لوري لاسلیک شوی او دوه ورځې وړاندې د غبرګولي په لومړۍ نېټه خپور شوی دی.
صفیه پوپل، نقیم اکرمي، عبدالوهاب رحیمي، اجمل مومند، عبدالفرهاد جیلاني، مینه پوپلزۍ، بابر سلیمي او وحیدجمال جبارخېل هغه کسان چې نومونه یې له دندې څخه د لرې شویو کسانو په خپور شوي، نوملړ کې لېدل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت پرون د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي چې دغه پرېکړه په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفیر د اروزنې له مخې نیول شوې او د دغو اتو کسانو دندې کابل ته لېږدول شوي دي.
د هند لپاره د افغانستان د سفارت د کارکوونکو د دندې پای ته رسول کمساري دي او د یو‌شمېر ګوت‌نیوونکو په وینا، دغو اتو کسانو په افغان سفارت کې لا یو کال نه دی تېرکړی چې له دندې لري شوي دي چې دا چاره به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د ډېپلوماټانو حیثیت ته زیان ورسوي.
د بهرنیوچارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز پخوانی رییس فرامز تمنا وایي، کلونه کېږي چې د بهرنیوچارو وزارت یو‌شمېر پوه او وړ کسان د ناپوهه او کمزورو سفیرانو، مرستیالانو او رییسانو تر مدیریت لاندې کار کوي.
تمنا د بهرنیوچارو وزارت د ډېپلوماټانو له انجمن څخه غوښتنه کړې، څو دا ډول چلن ته یوه تلپاتې د حل لاره ومومي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام