په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمد‌ظاهر اغبر له انټرپول یا نړیوال پولیسو غوښتي چې محمداشرف غني، حمدالله محب او فضل‌محمود فضلي له بیت‌المال څخه د غلا په تور ونیسي او د خلکو شتمني دې بېرته راوګرځوي.

په دوشنبې کې د افغانستان سفیر نن د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، د اساسي قانون پر اساس د ولسمشر د تېښتې او یا هم مړینې په حال کې د نوموړي لومړی مرستیال د هېواد چارې ترلاسه کولای شي او امر‌الله صالح د دغه مقام رسمي سرپرست دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه په خپلو خبرو کې ویلي چې اوس مهال دوحه کې سیاستوال او ټول ښکېل اړخونه د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړېدو په اړه خبرې اترې کوي او خلک د دې خبرو پایلو ته په تمه دي.

همداراز په دوشنبه کې د افغانستان د سفارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سفارت د محمداشرف غني تصویر راښکته کړی او پرځای یې د امرالله صالح انځور نښلولی دی.

له هېواده د محمداشرف غني له وتلو وروسته، امرالله صالح وویل چې د اساسي قانون له مخې، دی اوس د هېواد سرپرست ولسمشر دی او د دغه مقام ترلاسه کولو لپاره له سیاسي مشرانو سره په خبرو بوخت دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

محمداشرف غني درې ورځې وړاندې هغه وخت له هېواد ووت چې طالبان د پلازمېنې کابل ښار دروازو ته راورسېدل. له هغه وروسته طالبان کابل ته راننوتل او ولسمشرۍ ماڼۍ یې تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام