Asset 1SWN

سلام وطندار

روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي په اړه د نهرین ولسوالي د اوسېدونکو شکایت

WhatsApp-Image-2022-12-07-at-5.58.04-PM-pzl4auce6iusftwn7i77m5vwzw0t0ytjsmkxod8q6g

د بغلان ولایت د نهرین ولسوالي د لرې پرتو سیمو یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او خپل ناروغان د حیواناتو په وسیله نورو سیمو ته بیايي. دوی وايي، تر اوسه دغو سیمو ته د موټرو د تګ‌راتګ لارې نه‌دي جوړې شوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نهرین ولسوالي د «دوابې» سیمې اوسېدونکي فخرالدین سلام‌وطندار ته ویلي: «زموږ د کلیوالو ستونزې له کلونو راهیسې دوام لري. د تګ‌راتګ لپاره سم سړک نه لرو. وخت‌ناوخت امیندواره ښځې او نورې ناروغانې په دې وخت کې چې سړک نه وي، څنګه د خره یا اسپ په وسیله خپل بیړنی ناروغ روغتون یا کتن‌ځای ته ولېږدوو. چې سړک نه وي، ۸۰ سلنه امکان لري چې زموږ ناروغ له مرګ سره مخ شي.»

نوموړی نیوکه کوي، سره له دې چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له لوري میلیارډونه ډالر راغلل، خو د دې سیمې لپاره چې شاوخوا دوه زره کورنۍ او دولس زره وګړي په‌کې اوسېږي، یو روغتیايي کلینیک هم نه‌دی جوړ شوی.

په همدې حال کې د بغلان د نهرین ولسوالي د «بُزدرې» اوسېدونکی توپان هم وايي چې یاده سیمه له روغتیايي مرکزونو نه اووه ساعته لرې دی او وګړي یې د سړک نه موجودیت له کبله خپل ناروغان پر خپل وخت روغتیايي مرکزونو ته نه‌شي رسولی.

هغه زیاتوي: «زموږ د سیمې تر ټولو ستره ستونزه روغتیايي مرکزونو ته نه لاسرسی دی؛ ان له ښاره شپږ اووه ساعته لرې یوو. ناروغ پر خپل وخت ډاکټر ته نه شوو ور رسولی. دویمه ستونزه مو دا ده چې  د خلکو د تګ‌راتګ لارې په څېر نامعیاري سړکونه لرو؛ زموږ ډېری کلي لا هم د موټرو سړک نه لري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا د بغلان د والي ویاند علم مجیدي وايي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په دغه ولایت کې کومه پرمختیايي پروژه نه‌ده عملي شوې او که عملي کېدې، د کلیوالو د ستونزو حل یې لومړیتوب دی.

نهرین ولسوالي د بغلان د ۱۵ ولسوالیو له ډلې یوه ده چې د ډېری لرې پرتو سیمو اوسېدونکي یې روغتیايي خدمتونو او د تګ‌راتګ لارو ته د نه لاسرسي له کبله شکایت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام