Asset 1SWN

د کابل د کارته‌اریانا اوسېدونکي: له اتو میاشتو راهیسې د دولتي اوبو نلونه وچ شوي

17317452_1006

د کابل ښار د کارته‌اریانا سیمې یوشمېر اوسېدونکي وايي، څه باندې ۸ میاشتې کېږي چې د دولتي اوبو نلونه یې وچ شوي او خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

نادر چې د یادې سیمې اوسېدونکی دی وايي، هره ورځ یوه کیلومټره پلې لار وهي، څو د غره لمن کې له یوه جومات څخه کور ته د څښاک اوبه برابرې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د کارته‌اریانا سیمې یو بل اوسېدونکی شیرین‌دل هم د اوبو کمښت څخه شکایت لري او وايي چې خلک د بې‌وزلۍ او وزګارتیا له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په پیسو د اوبو د اخیستلو توان نه‌لري.

د کابل ښار د کارته‌اریانا سیمې د ګذر وکیل ګل‌خان وايي، څه باندې ۸ میاشتې کېږي چې د دغې سیمې په اوسېدونکو اوبه بندې شوي چې ورسره خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ګل‌خان زیاتوي چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې څه باندې ۲۵۰۰ کورنۍ د اوبو کمښت سره مخ دي او په وینا یې، په وار وار یې د یادې ستونزې حل په موخه اړوند ادارو ته ورغلي، خو تراوسه یې د ستونزې حل لپاره اقدام نه دی کړی.

د کابل د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت مسوولان وايي، تېر کال کارته‌اریانا سیمه کې یوه شپه او ورځ کې د اوبو د استخراج کچه ۷۲زره متر مکعب ته رسېده او اوس ۲۲ زره متر مکعب ته را ټيټه شوې چې دا د کارته‌اریانا سیمې اوسېدونکو ته د اوبو بندېدو لامل شوی دی.

د کابل د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت مرستیال محمد نسیم صمیم وویل: «له دې وړاندې د کارته‌اریانا سیمې د اوسېدونکو لپاره د اوب‌رسولو په موخه دوه ژورې څاه‌ګانې کیندل شوې وې، خو اوس وچې شوي او موږ هڅه کوو چې ډېر ژر د یادې سیمې د اوسېدونکو د اوبو کمښت ستونزې ته رسېدنه وګړو.»

له دې سره د کابل د اوبو رسونې ادارې مسوولان له کابل ښاریانو غواړي چې د ځمکې لاندې اوبو کچې لوړولو لپاره د باران او واورې اوبه جذب‌وونکو سیمو کې زېرمه کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دې وروستیو کلونو کې د اوبو کمښت موضوع د کابل اوسېدونکو لپاره په جدي ستونزې بدله شوې او د ښار ځینو برخو کې خلک د څښاک اوبو ته د نه لاسرسي په دلیل اړ دي چې له ساعتونو انتظار وروسته د اوبو ټانکرونو څخه اوبه په بیه واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام