د امریکايي پوځ مرکزي قومنداني یا سنټکام  د ۲۰۲۱کال د اګسټ میاشتې په ۲۶ نېټه پر کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید په اړه د خپلې تازه پلټنې موندنې په ډاګه کړي چې ښيي یاد برید پېچلی نه و.

یاده څېړنه چې له څه باندې ۱۳۰ کسانو سره له خبرو وروسته د درې‌نیمو میاشتو په موده کې شوې، پایلې یې ښيي چې پر کابل هوايي ډګر برید یوازې د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوی او داسې څه نشته چې ګواکې مرګ‌ژوبله دې د ډزو له امله وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سنټکام قومندان فرانک کنټ مک‌کنزي د برید پر ورځ خپله وینا چې ویلي و، دغه برید ډېر پېچلی و، رد کړې او زیاته کړې یې ده چې چاودېدونکو توکو کې کوچنۍ ساچمې «بولبرینګونه» ځای پر ځای شوې وې او د چاودنې پرمهال یې د قربانیانو پر بدن داسې ټپونه جوړ کړي وو چېې کواګې پر ډزو وېشتل شوي او همدې چارې د برید د پېچلتیا تصور رامنځته کړ.

د سنټکام قومندان زیاته کړې، هېڅ څیز نه‌شي کولای چې په دغه برید کې وژل شوي امریکايي سرتیري بېرته راوګرځوي، خو دا مهمه ده چې پوه شو  یاد برید څه ډول شوی دی.

پر کابل هوايي ډګر برید د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې په ۲۶ نېټه له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پرمهال وشو چې شاوخوا ۱۶۰ ملکیان او ۱۳ امریکايي سرتیري په‌کې ووژل شول.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد برید مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر غاړه اخیستی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام