کندهار کې خپلمنځي شخړه؛ یو ماشوم وژل شوی، ورور او پلار یې ټپیان دي

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالي کې د ځمکې پر سر شخړه کې د یوې کورنۍ درې کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د کندهار د والي ویاند حاجي زید وايي چې دې پېښه کې یوه لوري پر بل لوري چې موټر کې ناست دي، ډزې کړي او له کبله یې یو ماشوم وژل شوی او بل ورور او پلار یې ټپیان دي.

پکتیا کې د خپل‌منځي شخړې له امله یو کس وژل شوي او ۸ ټپیان دي

په پکتیا کې د دوو کورنیو ترمنځ د خپل‌منځي شخړې له امله یو کس وژل شوی او ۸ نور ټپیان شوي دي. پېښه نن سهار د یاد ولایت د زرمت ولسوالي اړوند د «کولالګو» په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې ده. عمر بدري همداراز ویلي، پېښه کې د یوې کورنۍ یو کس وژل شوی او درې ټپیان دي او له بلې کورنۍ بیا پنځه کسان ټپیان شوي دي.