Asset 1SWN

ناپېژنده وسله‌والو کاپیسا کې یو ځوان وژلی

kapisa-f-p43viwh455947wlqpr664vxiob00s9e4jav1v4apw4

د کاپیسا امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو ځوان وژلی دی.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند  عبدالفتاح فایز نن دوشنبه د کب اتمه سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون ماښام شپږ بجې د تګاب ولسوالي اړوند «بدراب» سیمه کې ناپېژنده کسانو د امید په یو ۲۰کلن ځوان وژلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د امنیې قومنداني ویاند زیاته کړې چې دغه ځوان خپل کور ته پر لاره و چې د ناپېژنده وسله‌والو تر برید لاندې راغلی دی.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند همداراز ویلي چې پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې او په وینا یې، د یادې پېښې په تړاو یې یو کس نیولی دی.

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې تراوسه یې عاملان نه دي نیول شوي.

پرون یکشنبه د کب اوومه لوګر کې هم نامعلومو کسانو یو ځوان د چاقو په وسیله وژلی و.

د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام وطندار ته ویلي و، پرون بېګاه د محمداغې ولسوالي اړوند «سباقي‌خېلو» کلي کې ناپېژنده کسانو یو ۱۵ کلن ځوان د چاقو په وسیله وژلی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

انس زیاته کړه چې د محمداغې امنیتي او کشفي ځواګونه هڅه کوي چې د یادې پېښې عاملان ونیسي او قانون ته یې وسپاري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام