د بلخ د امنیې قومانداني ویاند محمداصف وزیري وايي، ناپېژنده وسله‌والو نن مازدیګر شپږ بجې د مزار شریف ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند په «کارته صلح» کې ډاکټر اسدالله شارق وژلی دی.

د نوموړي په وینا، اسدالله شارق له دندې څخه کور ته پر لارې وژل شوی او موټرچلوونکی یې هم ټپي دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

محمداصف وزیري وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي او هڅه کوي چې قاتلان یې د قانون منګولو ته وسپاري.

ډاکټر اسدالله شارق په بلخ کې یو نوموتی جراح ډاکټر و او کلونه یې په دې برخه کې خلکو ته کار کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام