په ننګرهار ولایت کې د اختر په شپو ورځو کې د ټرافيکي پېښو له کبله تر سلو زيات کسان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر سلام‌وطندار وايي چې ننګرهار کې پر لويو لارو او يو‌شمېر ولسواليو کې د اختر د شپو او ورځو پرمهال د ټرافيکي پېښو له امله د ټپي شویو کسان شمېره ١٣٢ کسانو ته لوړه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 نوموړي په وینا، په ټرافیکي پېښو کې ډېری ټپي شوي کسان ځوانان او تنکي ځوانان دي. سنګر زياتوي ګڼ داسې ژوبل کسان هم په‌کې و چې تر لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته رخصت شوي دي.

هر کال د اختر په شپو ورځو کې د ټرافيکي پېښو له کبله ګڼ‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي چې لوى لامل يې د وسايطو چلوونکو نه پاملرنه په ګوته کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ولسي غوښتنې هم دا دي چې چلوونکي بايد ډېر پاملرنه وکړي او دغه راز حکومت دې هم د ټرافيکي قوانینو د پلي کولو په برخه کې له جدیت کار واخلي، څو د مرګونو ټرافيکي پېښو مخه ونيول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام