Asset 1SWN

«کابل کې پر موټرسايکل ۹۰ سلنه جوړه سپاره کسان ترهګر دي»

_115621038_109768491_1384947601711258_7410771085225206553_o

 

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د وروستيو ترهګريزو پېښو څېړنه ښيي چې کابل کې پر موټرسايکل ۹۰ سلنه جوړه سپاره کسان ترهګر دي.

صالح وايي، له دې وروسته به بې‌اسناده موټرسایکلونه نیول کېږي او هغو موټر سایکلونو ته چې پرې دوه کسان سپاره وي، د تروریستي ګواښ په نظر کتل کېږي.

نوموړي نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه د ۶ نيمو بجو د ناستې په راپور کې ليکلي، تېره ورځ د کابل ښار په اوومه حوزه کې د يوه دولتي کارکوونکي په وژنه کې له همدې تکتيکه کار اخيستل شوی دی.

صالح زياتوي، د یکشنبې په ورځ هم په کابل کې يو څارنوال د دوه موټرسايکل سپرو وسله‌والو له لوري ووژل شو.

نوموړی وايي، په دې برخه کې پولیسو او ملي امنیت ته واضح صلاحیت ورکړل شوی دی چې په موټرسایکل د دوه کسانو موجوديت بېړنی ګواښ دی او مخکې له دې چې خپله ښکار شي، پر ضد يې دې اقدام وکړي.

د ولسمشر لومړي مرستيال له دې وړاندې ويلي و، هغه بې‌اسناده موټرسايکلونه چې په ترهګريزو بريدونو کې ترې کار اخيستل کېږي، نيول کېږي.

امرالله صالح شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د بې‌اسنادو موټرو تګ راتګ باندې هم بندیز ولګاوه او ويلي يې و چې بې‌اسناده موټر نيول کېږي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام