ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشري ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

ولسمشر د دغه سفر پر مهال په یوه لویه ولسي غونډه کې د ګډون تر څنګ، د ننګرهار له چارواکو او د ټولنې له بېلابېلو اړخونو سره لیده کاته وکړل او د هغوی ستونزې یې واورېدلې.

محمداشرف غني ولسي غونډې ته په خبرو کې د سولې موضوع ته په اشارې وویل، د مثبتې سولې غوښتونکي او د جمهوریت ساتونکي دي.

هغه وویل، که طالبان جګړه پرېږدي، غېږه به ورکړي او په وینا یې، طالبان باید دا وقعیت ومني چې اوسنی افغانستان د نولس کلونو پخوانی هغه نه دی.

ولسمشر د اصلاحاتو، فساد، ستونزو او غوښتنو ته د حکومت نه رسېدنې په برخه کې د خلکو خبرو ته په ځواب کې د ننګرهار له والي وغوښتل چې په یوه میاشت کې د اصلاحاتو طرحه ورته وسپاري. هغه د دغې طرحې او نورو ژمنو د عملي کېدو لپاره هم یوه میاشت وخت وغوښت او زیاته یې کړه، یوه میاشت وروسته به ننګرهاریانو ته دا ځواب ووايي چې څه کولای او څه نه شي کولای.

ولسمشر غني ومنله چې د پوهنې په برخه کې له ننګرهار سره زیاتی شوی او د دغه زیاتي د جبران لپاره یې سملاسي د ښوونکو څلور زره بستونو د ورکولو ژمنه وکړه.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم تر ډېره د سولې او طالبانو سره د مذاکراتو پر موضوع خبرې وکړې او ویې ویل، که د سولې خبرې هر څومره اوږدېږي، لامل به یې طالبان وي؛ ځکه په وینا یې، حکومت هره شېبه اوربند غواړي، خو مقابل لوری مثبت ځواب نه ورکوي.

صالح زیاته کړه، د سولې پروسه کې له جمهوریت او ټاکنو پرته بل شرط نه لري. هغه وویل، ټاکنې دې بنسټ وګرځول شي او هر چا چې وګټلې، د وطن او نظام زعامت دې واخلي. د نوموړي په وینا، طالبان له ټاکنو او ولسواکۍ وېرېږي او له ټوپک او وژنو پرته بل څه نه لري.

امرالله صالح وویل، طالبان د جګړې مشروعیت نه لري او یاده ډله د حکومت له دې خبرې تښتي چې د سولې خبرو اساس دې له امریکا سره د هوکړې پر ځای، اسلامي شریعت وي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل او د ولس یوشمېر استازو په دې غونډه کې له ولسمشر نه د ځینو پروژو او د تېرو ژمنو د عملي کولو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار د ولایتي شورا مخکیني غړي ذبېح‌الله زمري په ادارو او پروژو کې فساد، د تشکیل کموالي، د تېرو ژمنو نه عملي کېدو، د برښنا نشتوالي او په ټوله کې د حکومتي مشرانو د ناسم چلن، ناانډولۍ، په کابینه کې د ننګرهاري وزیرانو نشتوالي او د ناکامورا د قاتلانو د نه پيدا کېدو په اړه ولسمشر ته یادونه وکړه.

ولسمشر غني ننګرهار کې له خبریالانو او مدني ټولنو سره هم لیدلي دي.

ولسمشر محمداشرف غني دا درېیم ځل دی چې په خپله دویمه ټاکنیزه دوره کې ننګرهار ته ځي، خو تر ډېره عام فکر دا دی چې دغه سفرونه نمایشي او بې‌ګټې دي.

د یادونې ده چې د ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د اقرا پروګرام په چوکاټ کې د ننګرهار په ۱۲ ولسوالیو کې د ۴۵ ښوونځیو لپاره د جوړو شویو ودانیو اسناد لاسلیک او د ګټې اخیستنې لپاره پوهنې وزارت ته تسلیم شول.

د ښوونځيو دغه ودانۍ د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړې شوي چې ورسره به په ننګرهار کې د ۳۵ زره زده‌کوونکو لپاره د ودانیو نشتوالي ستونزه حل شي.

یاده دې وي چې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو پر ۱۱۷ پروژو کار روان دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام