ولسمشر محمداشرف غني وايي، د هېواد په دننه کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د دویم پړاو پر مخ بیولو ته لومړیتوب ورکوي.

ولسمشر دغه خبرې نن له غرمې مخکې د کابینې په غونډه کې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټ کې لیکلي چې ولسمشر غني د کابینې په نننۍ غونډه کې ویلي چې: «زه غواړم په ټول توان سره د ملي امنیت سلاکار هغه څرګندونې چې په افغانستان کې یې د سولې خبرو د دویم پړاو کېدو ته لومړیتوب ورکړی، تایید کړم.»

ولسمشر د کابینې په نننۍ غونډه کې ویلي، که طالبان ادعا لري چې د افغانستان دي؛ بیا ولې په افغان خاوره کې مذاکرات نه کوي.

هغه ویلي، طالبان چې د هېواد په هر ځای کې وغواړي، دولت تیار دی چې ورسره د سولې خبرې اترې پر مخ یوسي.

د ولسمشر په وینا، افغانان کولای شي په خیمه کې هم خبرې وکړي او په سړه هوا کې هم.

نوموړي ویلي، اوس د دې وخت نه دی چې ښکلي هوټلونه ټولو ته د مخکې له مخکې شرط په توګه وړاندې شي.

ولسمشر زیاته کړې: «اړینه ده، څو ټول خلک وګوري چې خبرې اترې څه ډول کېږي؟ پر کومو موضوعاتو تمرکز کېږي او ولې؟»

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار تر دې وړاندې طالبانو ته وړاندیز کړی و چې چې د سولې راتلونکې خبرې به په افغانستان کې کوو، خو طالب وسله‌والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام