صالح: نیول شوي طالبان بايد اعدام شي
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، په لویو ښارونو کې د ترور کچې د لوړېدو مهم لامل دا دی چې طالب بندیان فکر کوي، په هر حال کې بښل کېږي او د خپلو کړنو سزا نه ویني.
امرالله صالح واي، د دې ستونزې یوه اساسي حل لاره د یو شمېر نیول شویو اعدامول دي، تر څو پاتې نور ترې عبرت واخلي.