ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د مړو شویو کسان شمېر ۴۸۰۰ ته لوړ شوی

په ترکیه او سوریه کې د پرون ورځې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۸۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، دغې شمېرې د لوړېدو په حال کې دي.

ترکیه چې د دې زلزلې له امله ډېر ځپل شوی نن سه‌شنبه د سلواغې ۱۸مه رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۳۸۱ ته لوړ شوی دی.

یو ماشوم د شبرغان په «پل خراسان» سیند کې ډوب شوی

د جوزجان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سراج‌الدین سراجي سلام‌وطندار ته ویلي چې د حبیب‌الله په نوم یو شپږکلن ماشوم د شبرغان ښار په سیند کې ډوب شوی دی.
هغه وايي، یاد ماشوم لومړی پر واورې ښویېدلی، بیا سیند ته غورځېدلی دی.

د ژغورنې نړیواله کمېټه: نړۍ باید د اوکراین ترڅنګ افغانستان ته هم پام وکړي

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي چې د اوکراین ناورین ته د نړۍ د پام وګرځېدو ته په کتو باید د افغانستان وضعیت هم له پام څخه ونه غورځول شي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې اقتصادي ناورین ته د رسېدو او افغانانو څخه د ملاتړ په موخه د مرستو د ډېروالي په برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو وروستي ګامونه ستایلي دي.