د ژغورنې نړیوالې کمېتې د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان روغتیايي سیستم د پاشلتیا له ګواښ سره مخ دی او وېره شته چې د دغه هېواد څه باندې ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونه وتړل شي.

په خپور شوي رپوټ کې راغلي چې د اسلامي امارت په راتلو سره کڼ‌شمېر نړیوالو مالي ملاتړ کوونکو خپلې بشردوستانه مالي مرستې له افغانستان سره ځنډولي او د دغه هېواد میلیارډونه ډالر کنګل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رپوټ پر بنسټ، له دغو مرستو پرته په افغانستان کې ډېری روغتیايي مرکزونه تړل شوي او میلیونونه کسان په داسې حال کې چې له لوږې، قحطۍ او د کورونا له څلورمې څپې سره مخ دي، له لومړنیو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شوې دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې زیاته کړې چې په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان د کارکوونکو د حقونو د ورکړې له هغې ډلې د روغتیايي کارکوونکو، ښوونکو او ټولو اړینو خدمتونو په برخه کې یې بهرنۍ بودیجې پورې تړلی و.

په همدې حال د مخکیني حکومت نږدې ۷۵سلنه عمومي لګښت هم له بهرنیو سرچینو برابرېده او نږدې ۳۰ میلیونه افغانانو د نړیوال بانک تر مدیریت لاندې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی درلود.

دغې کمېتې ټينګار کړی چې اوس شاوخوا ۹۰سلنه روغتیايي مرکزونه د پاشلتیا له ګواښ سره مخ دي چې ورسره به میلیونونه افغانان له لومړنیو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شي. همداراز ساري ناروغۍ او خوارځواکي د افغانان ژوند ګواښي.

په دغه رپوټ کې د ژغورنې کمېټې د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه ویلي چې د ۲۰۲۱ کال تر وروستیو پورې، د افغانستان شاوخوا نیمايي وګړو کافي خوړو ته لاسرسی نه درلود او ښايي د روان میلادي کال په لومړیو کې ۵۵سلنه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي چې له ډلې یې ۹میلیونه افغانان په بېړنۍ کرښه، یعنې قحطۍ ته په یوه ګام کې لرې‌والي راشي.

دغې کمېټې همداراز ټينګار کړی چې په افغانستان کې د کافي خوړو نه‌شتون، په داسې حال کې دی چې دغه هېواد د خوړو له کمښت، د توکو لوړې بیې او دوامداره وچکالۍ سره مخ دی او په ۲۰۲۲ کال کې به دغه چاره د لوږې او ګڼ‌شمېر بې‌ځایه شویو لامل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم ګڼ‌شمېر نړیوالو بنسټونو د افغانستان اقتصادي او روغتیايي نظام د پاشلتیا په اړه خبرداری ورکړی وو او ویلي وو، که چېرته دغه هېواد ته بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، د تاریخ ستر ناورین به رامنځ ته شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام