د شبرغان ښاروال: د لومړنیو توکو احتکار کوونکو سره قانوني چلن کېږي

د جوزجان لسګونو دیني علماوو په هغه غونډه کې چې د دغه ولایت د علماوو شورا په ریاست کې د احتکار پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړه شوې وه، وویل چې د احتکار مخه بايد ونيول شي. د هغوی په وینا، د دغه وضعیت د دوام او د لومړنیو توکو د پېر او پلور لپاره د ډالرو د راوړلو لامل مخه باید ونیول شي او هغه کسان چې له قوانینو څخه سرغړونه کوي باید مجازات شي.

شنونکي: د قزاقستان کړکېچ به د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز وکړي

د اقتصادي چارو یو‌شمېر کارپوهان وايي، په قزاقستان کې روانه ناامني او بې‌ثباتي کولای چې د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز وکړي. دوی ټینګار کوي، که په قزاقستان کې اوسنی حالت دوام پیدا کړي، نو افغانستان ته به له یاد هېواد څخه واردات او صادرات له ستونزو سره مخ کړي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه: د افغانستان ۹۰سلنه روغتیايي مرکزونه تړل‌کېدو ته نږدې شوي

د ژغورنې نړیوالې کمېتې د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان روغتیايي سیستم د پاشلتیا له ګواښ سره مخ دی او وېره شته چې د دغه هېواد څه باندې ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونه وتړل شي. په رپوټ کې راغلي چې د اسلامي امارت په راتلو سره کڼ‌شمېر نړیوالو مالي ملاتړ کوونکو خپلې بشردوستانه مالي مرستې له افغانستان سره ځنډولي دي.