سلام‌وطندار د سینما له ۱۸ ښځینه لوبغاړو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د سینما دغه لوبغاړې له ناوړه اقتصادي او رواني وضعیت سربېره امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د یادو اتلس سینمايي لوبغاړو له ډلې یې اته په افغانستان کې ژوند کوي. دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له اقتصادي او رواني اړخه بد وضعیت کې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نفیسه نفیس چې ۴۰ کاله یې د افغانستان په سینما کې کار کړی، وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې له بې‌وزلي کړېږي. نوموړې سرپرست نه‌لري او د خپل هنر له لارې به یې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابرولې.

هغې وویل: «۴۰ کاله مې سینما کې کار کړی. افغانستان کې په وېره کې ژوند کوم. کونډه ښځه یم، د کور سرپرسته یم او له اقتصادي اړخه ډېرو ستونزو سره مخ یم. له حکومت غواړم چې موږ دې نه وزګاروي، خپل ژوند ته اندېښمنه یم، له مجبوریته کار کوم.»

بهار همدرد چې شپږ کاله یې د سینما صنعت کې کار کړی له خپلې بې‌وزلي څخه د شکایت ترڅنګ وايي، فقر او محدودیتونه لامل شوي چې پر رواني ستونزو اخته شي.

نوموړې وویل: «شپږ کاله کېږي چې سینما کې کار کوم. له هغه وخته چې امارت راغلی هنري فعالیتونه مو درېدلي. تیاتر برخه کې اصلا فعالیت نشته. د فلم لوبغاړي اقتصادي ستونزو سره مخ دي. له همدې لارې به مو خپل ژوند چلوه، اوس روحي او رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان یم. له روحي اړخه ښه وضعیت کې نه‌یم.»

د سینما اته هغه لوبغاړې چې لاهم هېواد کې دي، درېوو یې سلام‌وطندار سره خبرو کې په ډاګه کړې چې د امنیتي ګواښونو له امله نشي کولای له خپلو کورونو راووځي.

د سینما یوه بله لوبغاړې تهمینه احمدزۍ چې دا مهال کندهار کې ژوند کوي، دې مرکه کې سلام‌وطندار ته ویلي، د جمهوریت له پرځېدو وروسته اجازه نه‌لري خپل کار ځای ته لاړه شي او د خپلو هنري کارونو د وېرې له امله پر کور ناسته ده.

هغې وویل: «له ۲۰۱۰ کال راهیسې سینما کې فعالیت کوم، ډېری یې کندهار ولایت کې وو. د ا.ا په راتلو سره مو ټول فعالیتونه درېدلې دي. اوسني شرایط ډېر ستونزمن دي. حتا جمهوریت کې مو چې کار کاوه، هلته نشو تللی. هغه سینماګران چې له هېواده بهر دي، غوښتنه کوو چې موږ له افغانستانه وباسي. نن موږ له خپله کوره نشو وتلی.»

په همدې حال کې د تېرو دوو کلونو پر مهال د سینما یو‌شمېر هغه لوبغاړې چې له افغانستانه وتلي، د خپلو وتلو لامل هېواد کې دننه امنیتي ګواښونه او اقتصادي ستونزې بولي.

په دې راپور کې د سینما ۱۸ ښځینه لوبغاړو له ډلې یې لس لوبغاړې تېرو دوو کلونو کې له افغانستانه وتلي دي. یوه یې پاکستان، یوه فرانسه او پاتې اته یې ایران ته تللي دي.

یاسمین یارمل چې ۴۰ کاله یې په سینما او تیاتر کې کار کړی او اوس فرانسه کې ژوند کوي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د ا.ا په راتلو سره هېواد کې له امنیتي ګواښونو سره مخ وه چې له امله یې اړ شوه فرانسې ته لاړه شي.

هغې وویل: «څه باندې۴۰ کاله کېږي چې سینما او تیاتر کې کار کوم او د اسلامي امارت په راتلو سره کډواله شوم. که څه هم نمي غوښتل، خو له درد ډک زړه سره مې هېواد پرېښود او راوتښتېدم.»

د مېرمن یارمل په وینا، ډېری هغو مېرمنو چې د سینما برخه کې کار کاوه، د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې وې.

په ورته مهال د سیمنا یوه بله لوبغاړې مرضیه عزیزي چې دا مهال ایران کې کډواله ده، وايي، وروسته له هغې چې خاوند یې په یوه ځانمرګي برید کې له لاسه ورکړ، د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوه چې سینما ته مخه کړې.

هغې وویل: «۱۷ کاله مې سینما کې کار کړی. خاوند مې ځانمرګي برید کې له لاسه ورکړ. خلکو به ګواښ راته کاوه او اړ شوم چې ایران ته کډواله شم. اړ یم کار وکړم. سرپرست نه‌لرم. یوازې ژوند یم او ایران کې ژوند نه‌کوو.»

د سینما یوه بله افغان لوبغاړې لیلا همدرد چې دا مهال پاکستان کې ژوند کوي، هم وايي چې د وزګارتیا له امله پر رواني ستونزو اخته شوې.

هغې وویل: «۲۴ کاله مې سینما او تیاتر کې کار کړی او اوس پاکستان کې ژوند کوم. ډېری ښځې وې چې د کورنۍ لګښت به یې په خپله پوره کاوه. پاکستان کې کډواله یم، هېڅ نه‌لرم. له وزګارتیا روحي ستونزې راته پیدا شوي.»

بل‌خوا د جمهوري نظام د افغان‌فلم وروستۍ رییسه صحرا کریمي سلام‌وطندار ته وايي چې تېرو شلو کلونو کې په افغان سینما کې د افغان ښځو ونډه ښه وه، خو د نظام په بدلېدو سره د سینما پر لوبغاړو محدودیتونه زیات شوي دي.

نوموړې وویل: «جمهوریت کې تېرو شلو کلونو کې د افغان سینما برخه کې چې تر ټولو لوی بدلون رامنځته شو، هغه د ښځو پراخ ګډون و. څوک فلم‌لیکونکې شوې، څوک ډایرکټې، ښه فلمونه یې جوړ کړل چې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو په اړه وو. له بده‌مرغه چې اوس د افغانستان سینما فلج ده.»

د افغان‌فلم مخکینۍ رییسه ټينګار کوي چې تېرو دوو کلونو کې د افغان سینما په صنعت کې کوم فلم نه دی جوړ شوی. هغې وویل: «دوی له سینما ناسم تعبیر لري او فکر کوي چې خلک به بې‌لارې کړي، خو سینما زموږ فرهنګ، ټولنه او تاریخ نړۍ ته ورپېژني. د سینما نشتون یوه ټولنه له واقعیتونو لرې ساتي.»

د هغې په وینا، د جمهوریت پر مهال له ۲۳ تر ۲۵ مېرمنو د فلم تولید برخه کې کار کاوه، خو له تحولاتو وروسته ټولې یې له هېواده ووتې.

په همدې حال د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب سلام‌وطندار ته وايي چې افغانستان کې د سینما ښځینه لوبغاړو ته هېڅ راز امنیتي ګواښ نشته. «د کورنیو چارو وزارت د سینما ټولو لوبغاړو ته ډاډ ورکوي چې له امنیتي اړخه دوی ته هېڅ‌راز ګواښ نشته او امنیت یې تامین ده.»

بل‌خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو چارو معین حیات‌الله مهاحر فراهي د سینما ښځینه لوبغاړو ته ژمنه ورکړه چې یاد وزارت هڅه کوي، څو دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه وویل: «د سینما یو‌شمېر لوبغاړو په رسمي توګه سینما کې فعالیت کاوه او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت وو، اوس هم خپل معاشونه اخلي او هغه شمېر ښځې چې اوس وزګاره دي، دا چې هره برخه کې ستونزې شته، یاد وزارت ژمنه کوي چې ورته د کار زمینه برابره کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان په داسې حال کې د سینما ښځینه لوبغاړو ته د کاري زمینې برابرولو خبره کوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره افغانستان کې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو کړۍ تنګېږي او د تېرو دوو کلونو پر مهال په ډېری برخو کې څنډې ته کړل شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

— د سلام‌وطندار موندنې؛ هېواد کې یوازې یو د «امن کور» فعال دی

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام