د مارچ اتمه نېټه یعنې د ښځو پیوستون نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله د ښځو نهضت بنسټ غړي د اسلامي امارت له چارواکو څخه مشخصې غوښتنې لري. د دغه بنسټ غړي د خپلو اساسي غوښتنو په ترلاسه کولو ټینګار کوي. د هغوی په وینا، اسلامي امارت باید ښځو ته په ټولنه کې د ګډون زمینه برابره کړي او هغوی ته د فعالیت اجازه ورکړي.

د سولې او ازادۍ موسسې غړې ستاره سعادت نن په کابل کې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې اوسني ناڅرګند وضعیت ښځو ته ګڼې ننګونې رامنځته کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې زیاته کړه: «موږ د اسلامي امارت له چارواکو غواړو چې د اسلام په چوکاټ کې مېرمنو ته د تعلیم حق، کارحق، سیاسي مشارکت او هوسا ژوند زمینه برابره کړي. » اسلامي امارت د دې ورځې په مناسبت هېڅ کومه مناسبتي نمانځغونډه جوړه نه کړه، خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی چې د ښځو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د ښځو له حضور پرته ثبات ناشونی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بښنې نړیوال سازمان هم د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو حکومتونو ته یو لیک استولی او له هغوی یې غوښتي چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي. دغه‌راز د بشري حقونو د څار سازمان هم خبرداری ورکړی چې د افغان ښځو د حقونو له منځه‌تلل د نړۍ ټولو ښځو ته خبرداری دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام