د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، افغانستان کې ۱۶ میلیونه کسان د کار کولو پر شرایطو برابر دي؛ خو د کورونا ویروس خپرېدل او ناامني د دې لامل شوې چې یوازې ۶ میلیونه  وګړي کار وکړي او ۱۰ میلیون نور بې‌دندو وي.

د اقتصاد وزیرې کریمې حامد فاریابي نن  په کابل کې «ملت ته د دولت حساب ورکړې» په برنامه کې وویل، کورونا ویروس  د هېواد پر اقتصادي ودې منفي اغېزه کړې.

د نوموړې په وینا، د هېواد  د نفوس  نیمه برخه په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي چې ورځنی عاید یې لږ  دی او لومړنیو خوراکي توکيو ته لاس‌رسی نه لري.

له دې سره د سوداګرۍ وزارت د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې نوې طرحې د جوړولو خبر ورکوي چې د یادې طرحې پر مټ به په ۱۳ ولایتونو کې د کار موندنې پروژې پلې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزير نثار احمد غوریاني په دې غونډه کې وويل، په ګمرکونو کې فساد، له کورني تولید ګټه نه اخيستنه، بهر ته د لېږلو لپاره د افغاني برنډ نه موجوديت او په کور دننه د پانګونې په اړه د پانګوالو بې‌باوري هغه ستونزې دي چې د سوداګرۍ او صنعت د ودې او پرمختګ  پر وړاندې ستر خنډونه دي.

نثار احمد غوریاني وایي، له ۲۰۱۴ میلادي کال راهيسې په هېواد کې پانګونه د ماتې له وضعیت سره مخ ده.

نوموړی وایي، د ۱۳۹۹ کال له پيله په هېواد کې تر اوسه پورې ۳۰۰ فابريکو پر کار پيل کړی دی چې دغه فعاليت د سوداکرۍ او صنعت د پرمختګ لامل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام