Asset 1SWN

د سمرقند غونډې ګډې خبرپاڼې ته غبرګون؛ ا.ا: اوسنی حکومت ټول‌ګډونه دی

1402012415074493527382294

ا.ا د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې ګډې خبرپاڼې ته په غبرګون کې ویلي چې اوسنی حکومت ټول‌ګډونه دی او ولسي ملاتړ له ځان سره لري.

د ازبکستان په کوربه‌توب د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له دوه ورځنۍ ناستې وروسته په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي چې د حکومت د څرنګوالي موضوع کورنی بحث دی او افغانستان څخه د سیمې هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نه دی پېښ.

نوموړي وویل: «نظام چې هېواد کې جوړ شوی د ټولو قومونو استازیتوب کوي او د خلکو ملاتړ لري. دا د افغانستان کورنۍ موضوع ده. د یوه ټول‌ګډونه نظام بېلګه چې  وي، موږ ته دې راوښايي، څو پوه شو چې د ټول‌ګډونه مفهوم څه دی. افغانستان کې سوله، ثبات او امنیت ټينګ دی. هېچا ته ګواښ نه دی پېښ او نه څوک په دې اړه شواهد او اسناد وړاندې کولای شي.»

دا په داسې مهال دی چې د روسیې په ګډون، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پاکستان، چین، ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سمرقند له غونډې وروسته یوه ګډه خبرپاڼه کې چې د ایران بهرنیو چارو وزارت خپره کړې، افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ګواښ اندېښنه ښودل شوې ده.

په خبرپاڼه کې اسلامي امارت څخه غوښتل شوي چې د ټولو قومي ډلو، ښځو او ماشومانو د حقونو په ګډون، د افغانانو بنسټیزو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د خبرپاڼې یوې برخه کې راغلي: «د غونډې ګډونوال له امنیتي ګواښونو او د مخدره توکو له قاچاق څخه د پاک هېواد په توګه د افغانستان په پرمختګ ټینګار کوي. افغانستان کې د داسې ټول‌شموله حکومت د جوړولو غوښتونکي دي چې د ټولو افغانانو ګټې په کې وي. د داعش، القاعده، د ترکستان اسلامي جنبش، د پاکستان طالبانو تحریک او د بلوڅانو ازادي غوښتونکو په څېر افغانستان کې مېشت نور تروریستي سازمانونه، ورو ورو د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره په ګواښ بدلېدونکي دي.»

خو سیاسي کارپوهان د سمرقند غونډې مثبتو پایلو ته د شک په سترګه ګوري او وايي، دغه غونډه یوازې د سیمې هېوادونو د امنیتي اندېښنو په دلیل شوې او د افغانستان بشري حقونو او سیاسي وضعیت کې به کوم بدلون رامنځته نه کړي.

سیاسي فعال سیدضیا حسیني وویل: «افغانستان داسې ځای کې دی چې هم چین او هم منځنۍ اسیا منیت اغېزمنولی شي. دغه هېوادونه چې د افغانستان په ګاونډ کې دي او هر ډول بده پېښه چې افغانستان کې پېښېږي ګټه او زیان یې دغو هېوادونو ته رسېږي او هم د سیمې امنیت او سیاست اغېزمنوي، هڅه کوي چې د افغانستان موضوع یو ډول مدیریت کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سیمې او نړۍ هېوادونه داسې مهال افغانستان کې د ټولو قومونو او اقلیتونو په حضور د ټول‌شموله حکومت پر جوړولو ټینګار کوي چې اسلامي امارت د هغوی دغه غوښتنه تېر شاوخوا یونیم کال کې تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام