
د نجونو پر زدهکړو د بندیزونو دوام؛ عربستان: د ا.ا له پرېکړې خواشینی یم
په پوهنتونونو کې د نجونو د زدهکړو بندېدو په اړه د غبرګونونو پر دوام د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسلامي امارت له دې پرېکړې خواشینی او حیران شوی دی.

په پوهنتونونو کې د نجونو د زدهکړو بندېدو په اړه د غبرګونونو پر دوام د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسلامي امارت له دې پرېکړې خواشینی او حیران شوی دی.

د اسلامي امارت له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړیالانو د زدهکړو بهیر ځنډېدو ته د غبرګونونو په لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په اړه ناهیلې ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتنه کړې چې پر خپلې کړې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

د اسلامي امارت له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړیالانو د زدهکړو بهیر ځنډېدو ته په غبرګون کې د مخکیني حکومت د روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې زدهکړې د ټولو له بنسټییزو حقونو څخه دي او له دې حق څخه د نجونو محرومیت د خواشینۍ وړ ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک د بشري حقونو نړیوالې ورځې له را رسېدو سره هممهاله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د حد او قصاص جاري کولو پر وړاندې غبرګون ښودلی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې قصاص او د خلکو په دُرو وهلو سزاوې دې ودروي.

پرون جمعه د نومبر ۲۵مه «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو نړیواله ورځ» وه. له دې ورځې سره هممهاله، یوشمېر نړیوالو بنسټونو افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په تړاو سختې نیوکې کړې دي. د نړیوالو بنسټونو نیوکو ته د اسلامي امارت حکومت هم توند غبرګون ښودلی دی.

د پکتیا له بېلابېلو ولسوالیو څخه سلګونه کسانو نن په ډنډپټان ولسوالي کې د پاکستان پر ضد لاریون کړی چې لا هم روان دی. دغه لاریون په یاده ولسوالي کې د پاکستاني ملېشو له لوري د ملکیانو پر کورونو د بریدونو په غبرګون کې شوی دی. لاریون کوونکو پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او له دغه هېواد یې غوښتي چې له خپل تیري لاس واخلي.

اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې د امریکا له لوري یې پر چارواکو د ویزو بندیز پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا پرېکړه یې غندلې ده.
په دې خبرپاڼه کې چې د ا.ا د ویاند ذبېحالله مجاهد پر ټویټر خپره شوې لیکل شوي چې امریکا دا پرېکړه پر افغانانو د زړهخوږي له مخې نهده کړې، بلکې په وینا یې، امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پلمې لټوي.

بلخ کې نن لسګونه مېرمنو او ښځینه زدهکړیالانو کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریون وکړ.
اعتراض کوونکو مېرمنو د لاریون پرمهال د «هزاره وژنه بس کړئ»، «تعلیم زموږ حق دی»، «امنیت زموږ حق دی» او «ازادي زموږ حق دی» شعارونه ورکول او د عدالت د ټينګښت غوښتنه یې کوله. .

د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیرې کرن ډېکر د کابل په لوېدیځ دشتبرچي سیمه کې پر «کاج» ښوونیز مرکز نننی برید غندلی او هغه یې یو شرمناک عمل بللی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیرې په دغه برید کې د قربانیانو کورنیو سره خپله خواږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله ښودلې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د ترهګرو ډلو ځالې له لسیزو راهیسې پاکستان کې دي.
د پاکستان لومړي وزیر پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د وینا پرمهال ویلي و چې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري او دغه هېواد یې په مرکز بدل شوی دی.

روزګان کې د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر ښوونځیو ته د نجونو زدهکوونکو د تلو په اړه پرونۍ څرګندونې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د پوهنې وزارت سرپرست دغه ولایت ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې کورنۍ نهغواړي اوسنیو شرایطو کې خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي.

د پاکستان حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وروستیو څرګندونو ته چې ویلي و، د افغانستان پر فضا ګرځېدونکې بېپېلوټه الوتکې له دغه هېواد راځي، غبرګون ښودلی او د نوموړي دغه څرګندونې یې د افسوس وړ بللي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا ډول تورونه د ډيپلوماټیک چلن له معیارونو څخه سرغړونه او د افسوس وړ دي.

که څه هم د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د ښځو چارو وزارت په ودانۍ کې خپل فعالیت کوي، خو د دغه وزارت چارواکي وايي، د ښځو چارو وزارت نه دی لغوه شوی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پرون د یوې وینا پرمهال افغانستان د پاکستان د یوه دښمن هېواد په توګه بللی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د خپلې وینا پرمهال د دغه هېواد مخکیني لومړي وزیر عمران خان ته په خطاب کې ویلي، «عمران خان چې کوم تورونه پر پاکستان لګولي، حتا دښمن هېواد افغانستان نه دي لګولي.»

د ا.ا د بیاواکمنېدو یوه کال پورهکېدو سره هممهاله، د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت شورا چې د یوشمېر افغان سیاسي څېرو له لوري رامنځته شوې، څو ورځې وړاندې د انلاین غونډې له لارې خپل منشور اعلان کړ. د دې شورا غړی همایون خیري سلاموطندار ته ویلي، د اوسني حکومت پر وړاندې به ۱۶ کاري کمېټو کې فعالیت ته دوام ورکړي.

د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د ښځو د حجاب په اړه له سيانان خبري شبکې سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د خبرو په غبرګون کې ویلي، د نوموړي دا څرګندونې د بحث وړ نه دي.