«انجه یا هینګ» طبي بوټی دی چې په طبیعي توګه دښتو کې را شین کیږي. دغه بوټی تېرو څو کلونو راهیسې افغانستان کې د کوکنارو د کښت لپاره د ښه بدیل په توګه پېژندل کیږي.

د هېواد د اکثره ولایتونو هوا د «انجه» بوټي د کښت لپاره مناسبه ده. بادغیس یو له هغو ولایتونو دی چې کروندګرو یې د دغه بوټي کښت ته مخه کړې او محلي مسوولانو څخه غواړي چې دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بادغیس کروندګر همدارنګه وايي، «انجه» بوټی اوږدې او غوښنې ریښې او توند بوی لري او معمولآ د مني موسم کې کرل کیږي او تر میزان میاشت پورې حاصل ورکوي.

د بادغیس کروندګرو په وینا، د «انجه» بوټي کښت د تخم شیندلو او د نیال اېښودو له لارې کیږي، چې لوړ ارزښت لري. د دغه بوټي پلورونکی محمد ابراهیم وايي، د بادغیس په بازار کې یو کیلو «انجه یا هینګ» تر ۱۰ زره افغانیو پورې پلورل کیږي.

د هغه په وینا، یاد بوټی له پنځو کالو وروسته رېښه کوي او رېښه یې هم د لبلبلو په شان لویېږي چې وروسته ترې شېره راوځي او هغه راټولوي چې بیا په لوړه بیه پلور کېږي.

په همدې حال کې د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محی‌الدین بشري وايي، هغوی د کرنې په ځانګړې توګه د «انجه» د ودې لپاره عملي پروګرامونه لري، ترڅو وکولی شي کروندګرو سره همکاري وکړي.

د بادغیس ځايي چارواکي او کروندګر همدارنګه وايي چې د دغه بوټي له شیرې څخه د قولنج، د ګېډې سرطان، د وینې فشار کمولو او نورو مختلفو ناروغیو درملنې لپاره ګټه اخیستل کیږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هغوی په وینا، دغه بوټی چنجي او قارچ هم وژني، چې له پوډر څخه یې کرنیزو ځمکو کې استفاده کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام