پاکستان کې د اپوزېسیون ګوندونو ټولنه وايي چې د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان د واکمنۍ وروستۍ ورځې رانږدې شوي دي.
د اپوزېسیون ګوندونو ټولنه چې مشري مولانا فضل الرحمان کوي او د دغه هېواد یوشمېر مشهور ګوندونه هم پهکې شامل دي، وايي، د پاکستان پارلمان ته یې غوښتنلیک سپارلی چې له مخې به یې لومړی وزیر له پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان اساسي قانون له مخې، د پارلمان لږ تر لږه ۲۰ سلنه غړي کولای شي په لیکلې بڼه پر لومړي وزیر د بېباورۍ څرګندولو غوښتنلیک د پارلمان رییس ته وړاندې کړي او بیا د پارلمان رییس له درېوو تر اوو ورځو پورې د پارلمان غونډه راغواړي او لومړي وزیر ته د باور یا بې باورۍ رایې ورکول کېږي.
د اپوزېسیون ګوندونو مشرانو زیاتوي چې لومړی وزیر عمران به له پارلمان څخه د رایو په ترلاسه کولو کې پاتې راشي، ځکه د دوی په وینا، د پارلمان ۱۷۲ غړي د دوی ملاتړ کوي.
بلخوا د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر فواد احمد چوهدري ویلي، حکومت به په پښو ولاړ وي او هېڅوک نشي کولای چې دوی ته ماتې ورکړي. چوهدري د اپوزېسیون ګوندونو له دې پرېکړې هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې لومړی وزیر عمران به له پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه کړي.
که چېرته عمران خان د دغه هېواد له پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه نه کړه، نو د اساسي قانون له مخې به خپله دنده پرېږدي.