د هرات کروندګر: موږ وچکالۍ ځپلي یوو، حکومت رانه عشر ټولوي

په هرات کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست له لوري د عشر ټولولو لړۍ پیل شوې، خو د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو یوشمېر کروندګر وايي چې د تېر کال سړې هوا او د اوبو نشتوالي له امله يې په کرنیزو حاصلاتو کې کموالی راغلی او نه‌شي کولای چې پوره عشر ورکړي.

د هېواد په پنځو نورو ولایتونو کې هم د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په پنځو نورو ولایتونو کې یې هم د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی. د دغه وزارت د ګوزڼ واکسین د پلي کېدو څانګې مسوول ډاکټر نېکولي شاه سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه کمپاین یې په سمنګان، فاریاب، بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو کې پیل کړی او څلور ورځې به دوام وکړي.

تخار کې د وینې کموالي سره د مخامخ مېرمنو شمېر زیات شوی

د تخار د یوشمېر کلینیکونو مسوولان وايي چې په تېر یوه کال کې د وینې کموالي سره مخ مېرمنو، په تېره امېندواره مېرمنو شمېر زیات شوی دی. د دوی په وینا، د وینې کموالی لامل کېږي چې ماشوم مړ وزېږېږي او یا هم د یوشمېر میندو د مړینې لامل هم کېږي.