په هرات کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست له لوري د عشر ټولولو لړۍ پیل شوې، خو د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو یوشمېر کروندګر وايي چې د تېر کال سړې هوا او د اوبو نشتوالي له امله يې په کرنیزو حاصلاتو کې کموالی راغلی او نه‌شي کولای چې پوره عشر ورکړي.

د هرات د ګذرې ولسوالي يو بزګر نثاراحمد وايي، سرپرست حکومت په هرو لسو منو غنمو کې ترې یو من عشر اخلي.هغه زیاتوي: «د عشر ټولولو کسانو ته مو وویل چې د غنمو کرلو او ترېشل پیسې مو نه‌دي پیدا کړي، خو ویې ویل چې باید عشر ورکړو، که له هر ځایه یې کوو. پرېکړه مې وکړه چې غنم وپېرم او ور یې کړم.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هرات د مرکز مولدان کلي یو کروندګر عبدالعزیز تیموري بیا وايي، که څه هم وچکالۍ په دغه ولایت کې کروندګر زیانمن کړي، خو د کرنې ریاست په هرو ۱۰۰ منو غنمو کې نږدې اووه‌نیم منه د عشر په نوم راټول کړي دي.

نوموړی زیاتوي: «زموږ له قریې یې له ۳۳ خرواره ډېر غنم را ټول کړل. موږ د انجیل ولسوالي د کرنې له مسوولانو سره کېناستو او ورته ومو ویل چې سږ کال وچکالي ده او په سولر مو خپلې کرنیزې ځنکې خړوبې کړي، خو ویې ویل چې د خپلو ځمکو د حاصلاتو عشر باید ورکړو.»

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست محمدنسیم سحر بیا د عشر راټولول الهي امر ګڼي او وايي، له هغو ځمکو څخه چې حاصلات ترې راټول شوي وي، عشر هم ترې راټولېږي.

د هغه په خبره: «که محصولات کم وي که زیات، موږ خپل عشر اخلو. که یوه کس لس منه غنم ټول کړي وي، موږ یو من ترې اخلو او که یو کروندګر ۱۰۰ منه حاصلات واخلي، موږ و۱۰ منه عشر ترې اخلو. هغو ځمکو چې حاصلات نه لرل، موږ ترې عشر نه‌دي ټول کړی.»

د هرات د کرنې رييس وايي، هغه ځمکې چې د لمريزې انرژۍ په وسيله خړوبېږي، له هرو شل منو غنمو څخه يې یو من اخيستل کېږي، خو د هرات د پښتون زرغون ولسوالي د منزل کلي يو کروندګر محمدابراهيم وايي، سره له دې چې ځمکه يې د لمريزې انرژۍ په وسيله خړوبېږي، خو په هرو اتو منو کې يې یو من غنم عشر ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه کروندګر له حکومت څخه غواړي چې د مالیې په څېر د عشر راټولولو پروسه هم قانوني کړي، څو کروندګر د عشر پیسې بانک ته وسپاري.

دا داسې مهال ده چې وچکالۍ سږ کال د هېواد بېلابېل ولایتونه، په تېره هرات سخت ځپلی او د اوبو کچه هم د تېر په پرتله ډېره ټیټه شوې چې له کبله یې خلک نه یوازې د خپلو ځمکو خړوبولو ته حیران دي، بلکې د څښاک اوبه هم ‌نه‌شي پیدا کولای.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام