د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي چې په نیمروز کې د ۱۷ زره او ۵۰۰ ماشومانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوې برابروي.

د یونیسف مسوولانو د شنبې په ورځ ویلي، یادو ماشومانو ته چې له زده‌کړو پاتې وو، د زده‌کړو اسانتیاوې برابروي.

د دوی په وینا، دغه پروګرام به په نیمروز کې له زده‌کړو بې‌برخې ماشومان تر نامعلومې نېټې پورې تر پوښښ لاندې ونیسي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نیمروز کې د زده‌کړو برخه کې د کمو امکاناتو له کبله ګڼ‌شمېر ماشومان له ښوونې او روزنې بې‌برخې پاتې شوي او زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام