یوناما د ظریفې یعقوبي او څلورو نورو کسانو په اړه له ا.ا سره خبرې کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما پر ټویټر لیکلي چې له اسلامي امارت سره یې د ظریفې یعقوبي او څلورو نورو کسانو په اړه چې پرون په کابل کې نیول شوي، خبرې کړې دي.
یوناما وايي، هر افغان حق لري چې له وېرې او بندي کېدو پرته د سوله‌ييزې غونډې او د نظر او بیان ازادۍ حق لري.

رییسي بایډن ته: ایران ۴۳ کاله مخکې ازاد شو او امریکا ته به سر ټیټ نه کړي

د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییس د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ایران د ازادېدو په اړه خبرو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
هغه نن جمعه په دغه هېواد کې د زده‌کوونکي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې ایران ۴۳ کاله مخکې ازاد شوی دی.

اسټرالیا په سختۍ له افغانستانه وګټله

د کرېکټ نړیوال کپ د سیالیو په دوام د افغانستان ملي لوبډلې نن خپله وروستۍ سیالي له اسټرالیا سره وکړه.
په دې سیالي کې اسټرالیا لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې افغانستان ته د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.

بایډن معترضو ایرانیانو ته: اندېښنه مه کوئ، ایران به ازادوو

د امریکا ولسمشر جو بایډن ایران کې د حکومت پر وړاندې د اعتراضونو په دوام ویلي چې ایران ازادېږي. بایډن دا خبرې د پنجشنبې ورځ د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. ګڼ‌شمېر معترضو ایرانیانو هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.

کابلوف: د ا.ا استازي به د افغانستان په اړه د مسکو غونډه کې ګډون ونه کړي

د افغانستان په اړه د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د پنجشنبې په ورځ له ټاس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې د اسلامي امارت استازي به د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي ناسته کې ګډون ونه کړي. کابلوف ویلي: «د اسلامي امارت پلاوی به [په غونډه کې] ګډون ونه کړي. دا یوازې د مسکو فارمټ د غړیو لپاره ده.»