Asset 1SWN

محمدنبي د کرېکټ له لوبډل‌مشرۍ استعفا وکړه

methode_times_prod_web_bin_2b2fb1d8-912b-11e9-b2d4-5918cdd6778e-850x531

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډل‌مشر محمدنبي پر فېسبوک له لوبډل‌مشرۍ د استعفا خبر ورکړی دی.

هغه لیکلي چې تر دې وروسته به د یوه عادي لوبغاړي په توګه د افغانستان لپاره لوبېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

محمدنبي وايي، که څه هم ده نړیوال کپ ته د لوبغاړیو پر بشپړ چمتووالي ټینګار کاوه، خو په خبره یې، بیا هم څنګه چې لازمه وه، هغسې چمتووالی ورته نه نه و نیول شوی او همدا لامل و چې ښه ونه ځلېدل.

نوموړي که څه هم د چا نوم نه‌دی اخیستی، خو زیاته کړې یې ده چې د کرېکټ لپاره په څو وروستیو سفرونو کې د ده، د کرېکټ بورډ مشرتابه او غوراوي کمېټې ترمنځ د نظر نه یووالی هم لامل شوی و چې د لوبډلې بېلانس ته زیان ورسېږي.

افغانستان د کرېکټ په سږني نړیوال کپ کې هېڅ لوبه ونه ګټله او وروستۍ هغه یې نن له ښه لوبېدلو سره سره اسټرالیا ته وبایلله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محمدنبي د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یو تر ټولو پخوانی لوبغاړی او الرونډر دی چې ډېری وخت په نړیواله کچه په توپ‌اچونه او توپ‌وهنه کې ښه ځلېدلی او د کرېکټ په نړۍ کې ځانګړی ځای لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام