د کورنيو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت د دفتر رییس حسیب‌الله احمدي سلام‌وطندار ته وايي، د روان ۱۴۰۳کال له پیل راهيسې هېواد کې د عملياتو پرمهال شاوخوا ۱۸۰۰هکټاره ځمکه د نشه‌يي توکو له کښت پاکه کړې.

د نوموړي په وینا، سرپرست حکومت چا ته اجازه نه‌ورکوي چې کوکنار وکري او په وینا یې، که څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، وبه‌نیول شي او د شرعي قوانینو له ‌مخې به محکمې ته ورپېژندل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «د نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت د هلوـځلو په نتیجه کې د روان کال په حمل میاشت کې تر دې دمه پورې د ۱۸سوه په شاوخوا کې هکتاره ځمکه د نشه‌یي توکو څخه پاکه شوې. موږ کلک هوډ لرو او هېچاته د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاچ اجازه نه‌ورکوو، که بیا هم څوک له دغه امر څخه سرغړونه وکړي، د نشه‌يي توکو سره د مبارزې معینیت د کشفي اداراتو له‌خوا به نیول کېږي او د شرعي پرېکړې لپاره محکمې ته استول کوي.»

د سرپرست حکومت له لوري هېواد کې د کوکنارو کښتونو له‌منځه وړو سره هم‌مهاله، د هېواد په ځینو ولایتونو کې یوشمېر کروندګر وايي، د بې‌وزلي له امله اړ دي چې پر خپلو ځمکو کوکنار وکري.

دوی زیاتوي چې تراوسه د کوکنارو بدیل کښت برخه کې ورسره مرسته نه‌ده شوې او پر سرپرست حکومت غږ کوي چې د بهرنیو او کورنیو بنسټونو په همکاري د کوکنارو بدیل کښت او اصلاح شویو تخمونو وېش برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د کاپیسا یوه کروندګر صبور نجرابي وویل: «اقتصادي ستونزې دي، موږ ته بدیل کښت نه‌دی راکړل شوی. له کروندګرو سره په دې برخه کې همکاري نه‌ده شوې. موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د بنسټونو په مرسته موږ ته د کوکنارو بدیل کښتونه ورکړل شي، که زموږ غوښتنې ته توجه ونه‌شي، د کوکنارو کښت به ورځ پر ورځ زیات شي.»

همداراز د یاد ولایت یوه بل کروندګر عبدالروف وايي، د کوکنارو ښې بیې له امله خلک دغه بوټی کري. «خلک د ښه عاید له امله کوکنار کري. که موږ ته بدیل کښت راکړل شي، موږ کولای شو، له هغې لارې نه حلاله ډوډۍ ترلاسه کړو. که موږ ته اصلاح شوي تخمونه رانه‌کړل شي، مجبوره یوو چې کوکنار وکرو.»

د نیمروز یوه کروندګر سورګل وویل چې د وزګارتیا او بې‌وزلي له امله اړ شوی چې د کوکنارو کښت ته مخه کړي. «مجبوره یوو بل شغل نه‌لرو، موږ ته دولت بدیل نه‌دی راکړ. اوبه هم نشته که اوبه نه‌وي، بدیل کښت نه‌وي، موږ هم مجبوره کېږو چې د کوکنارو کښت ته مخه کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خو له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت مسوولان وایي، هڅه کوي چې د کوکنارو بدیل کښت په برخه کې بزګرانو ته زمینه برابره کړي. تر دې وړاندې ملګروملتونو ویلي و، د سرپرست حکومت له‌خوا د کوکنارو له کښته د بزګرانو راګرځولو هغوی ته څه باندې یو میلیارد ډالر زیان رسولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام